بامیان کې له زده کړو پاتې ځینو نجونو چې د نقاشۍ، حکاکۍ او خطاطۍ هنر ته مخه کړې وايي د خپلو اثارو پلور له لارې د کورنۍ یوه برخه لګښتونه پوره کوي.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې ورته امکانات او مناسب ځای برابر کړي.
مرضیه له زده کړو یو له هغو نجونو ته چې، له شپږم پورته د نجونو زده کړو تر بندېدو وروسته یې د نقاشۍ هنر ته مخه کړې او تېر کال کې یې لسګونه هنري اثار جوړ کړي.
نقاشې مرضیې طلوع نیوز ته و ویل: « یو کال کیږي چې بېلابېلې رسامۍ کوم. دا چې له ښوونځي پاتې یم د ځان لپاره مې یوه بوختیا برابره کړې ده او غواړم چې له همدې لارې راتلونکې کې د ځان لپاره د ګټې وټې یوه سرچینه جوړه کړم.»
بلخوا، په بامیانو کې د نقاشۍ او حکاکۍ له هنرونو فارغونو نجونو د دغه ښار په یوه څنډه کې نورو نجونو ته هم د هنرونو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
د نقاشۍ هنر ښوونکې مرضیه سادات وایي: « دا زمینه مو د هغو نجونو لپاره برابره کړې چې له زده کړو پاتې دي، ترڅو هم بوختې شي او هم د ګټې وټې یوه سرچینه ولري.»
صدیقه جعفري
د نقاشۍ هنر بلې ښوونکې صدیقې جعفري طلوع نیوز ته و ویل: « نجونو ته د نقاشۍ د هنر د ورزده کولو موخه دا ده چې دوی دا هنر زده کړي او راتلونکې کې ګټه هم وکړي.»
په همدې حال کې د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دغه ولایت کې له هنري فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صفي الله رائد و ویل: « موږ د بامیانو هنرمندانې په کابل کې نندارتونونو ته استوو او په خپل ټول توان سره د هغوی ملاتړ کوو.»
د لاسي صنایعو تولید، د کبانو او مچیو روزنه، لبنیاتو پروسس، انځورګري او خطاطي بامیان کې د میرمنو مهم فعالیتونه دي چې له دې لارې د کورنیو لګښتونه پوره کوي.
په دې اړه مو اندونه