Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ملي موزیم کې د ای خانم څه باندې ۹۰۰ لرغوني اثار خوندي دي

د ملي موزیم مسوولین وايي، په دغه موزیم کې د آی خانم څه باندې ۹۰۰ اثاره شته.

د دغه موزیم مسوولین زیاتوي، په دې اثارو کې کلالي لوښي او نور ودانیز مواد شامل دي.

د ملي موزیم مرستیال، محمد يحيى وايي، په دغو اثارو کې لوښي، مجسمې او ودانیز مواد شامل دي.

د ملي موزیم مرستیال، محمد یحیی و ویل: «اوس مهال په ملي موزیم کې د ای خانم ډير ستر اثار شته چې نږدې ۹۴۵ دي چې یو شمېر یې د نندارې لپاره دي چې مجسمې او ښکلي اثار هم پکې شامل دي.»
د ملي موزیم مسوولان دغه راز په نږدې راتلونکي کې د آیخانم نندارتون د پرانیستلو خبر ورکوي.

له دې سره هممهاله یو شمېر لرغون پېژندونکي او د کلتوري چارو کارپوهان لرغوني اثار ملي هویت ګڼي او په هېواد کې د لرغونو اثارو پر ساتنې ټینګار کوي.

فرهنګپال، جبار زرگر په دې اړه و ویل: «د لرغونو اثارو په اړه باید و وایم چې دغه اثار بېرته بیا نه جوړیږي. خلک او دولت باید هڅه وکړي چې دا بشپړ کړي او ښه استفاده ترې وکړي.»

یوه بل فرهنګپال، عبدالرحمن احساس هم و ویل: «اثار او تاریخي ځایونه چې له پخوا پاتې دي، زموږ هویت ښيي او دا اثار زموږ تېر او راتلونکی سره نښلوي او ساتنه یې د دولت مسوولیت دی.»

 دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي وو، چې په لوګر ولایت کې د مس عینک کان د  کېندنو د چارو له پیلېدو راهیسې څه باندې لس زره لرغوني اثار موندل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه