د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د کابل د تاریخي سیمو د ساتنې او بیارغونې په موخه یوه کمېټه جوړه شوې ده.
خبیب غفران وایي، دغه کمېټه د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ جوړه شوې او په پام کې ده، په نږدې راتلونکي کې د کابل زوړ ښار او د سیند د داوړو غاړو ودانۍ بیا ورغول شي.
«د کمېټې په وروستۍ ناسته کې د کابل د زاړه ښار د بیارغونې په اړه خبرې وشوې. هغه کسان چې په دغه ښار کې کاروبار کوي، هټۍ لري یا ودانۍ لري، له هغوی سره په همغږۍ دا پرېکړه وشوه چې هغه کړکۍ او دروازه له سره ورغول شي چې کمزورې شوي دي.»
د کابل زوړ ښار چې پخپله د زاړه کابل ښکارندویي کوي، د هېواد په کچه یو له زړو ښارونو دی او په کوڅو او زړو کورونو ښکلی دی.
د کابل د زاړه ښار اوسېدونکي نجیب و ویل: « زړو ښار ورته ځکه وایي چې هرې کوڅې یې یو نوم او یو ملک یا وکیل درلود. په تېر کې به دغو خلکو په زاړه ښار کې ژوند کاوه او دلته سیمې د عاشقان و عارفان، سنګ کشان، سه دوکان، وزیر کوڅه، شانه سازي او دا کوڅه د پراچې په نوم یادېده.»
د دې هټۍ له زړې بڼې ښکاري چې کلونه وړاندې د کابل په زاړه ښار کې جوړه شوې ده.
محمد رووف له څو کلونو راهیسې په همدې هټۍ کې پیرکي پخوي او په څنګ ته یې یو بل سماوار ایښی دی، څو د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کړي.
د کابل د زاړه ښار هټۍوال محمد رووف طلوع نیوز ته و ویل: « زموږ پخوانۍ سیمې چې وې دلته به یو خشته کورونه وو، دلته به خشتي کورونه وو و خلک هم پخواني و خو اوس تللي دي او دلته اوس یوازې بېوزله خلک پاتې دي.»
که څه هم د زاړه ښار يو شمېر اوسېدونکي او د کابل د نورو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د دې تاريخي سيمې له بيارغونې خوښ دي، خو د تاريخي ځايونو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.
د کابل د زاړه ښار اوسېدونکی ویس په دې اړه وایي: « دا ځای دې بیا هماغه د تېر په څېر جوړ شو، موږ هیله کوو چې دا پرېکړه دې وشي ځکه دا هم د هېواد او هم د خلکو لپاره ښه ده.»
د کابل اوسېدونکي عبدالحمید و ویل: « که ویجاړ شوی وي نو بېرته دې ورغول شي ترڅو خلک وګوري چې په تېر کې یې څنګه کلتور درلود او موږ یو تاریخي سیمه درلودله.»
تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو ابدو د ساتنې رياست په کابل کې د اندرابيو د ګذر د تاريخي ودانیو د بيارغونې د کار د پیلېدو خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه