Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د خطاطۍ او نقاشۍ رقابتي نندارتون جوړ شو

په دغه نندارتون کې څه دپاسه اويا هنرمندانو خپل د نقاشي او خطاطي اثار نندارې ته ايښي دي.

دوی په کابل کې د نقاشۍ او خطاطۍ هنرونو ته د نه پاملرنې له امله نیوکه کوي.

زرمینې چې په دې سیالۍ کې برخه اخیستې ده، د دې تابلو پر نقاشۍ بوخته ده.

ګډونوالې زرمینې و ویل: «تر دې ځایه چې را رسېدلې یم، ما هیڅ استاد نه درلود چې له هغه سره مې کار کړی وي. خو ویاړم چې نن تر دې ځایه را رسېدلې یم.»

یوې بلې ګډونوالې، فرشتې هم و  ویل: «هنر په اصل کې، د ټولنې یوه اړتیا ده، ځکه د یوې ټولنې حقایق روښانه کوي.»

مزمل هم په دغه رقابتي پروګرام کې په ګډون سره غواړي خپل هنر او استعداد نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي له اسلامي امارته خپل ځان او خپلو هم‌مسلکانو ته د خامو توکو د برابرېدو غوښتنه کوي.

ګډون کوونکی، مزمل وايي: «سره له دې چې موږ ډیر کړاو ګاللی دی، د ټولنې نیمايي برخه کلتور او هنر جوړوي؛ خو هیچا له موږ ملاتړ نه دی کړی. زموږ هنر ورځ تر بلې کمیږي.»

یوه بل ګډوونکي، غلام حسین هم و ویل: «سږکال چې کوم حضوري نندارتونونه ترسره شوي، ډیر ښه و او پر ګډونکوونکو یې ډیر ښه اغېز کړی دی.»

له دې سره هممهاله، د افغانستان د کلتور او هنر کور مسوولان د رقابتي پروګرام د پیلولو موخه د انځورګرانو او خطاطانو وده او ملاتړ ګڼي.

د دې ادارې مسوولان دغه راز زیاتوي چې دغه پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د افغانستان د کلتور او هنر کور په همکارۍ د کابل په نړۍوال نندارتون کې جوړ شو.

د کلتور او هنر کور مسوول، رضا میتامن و ویل: «پر دې باید اندېښنه څرګنده شي چې هغه هنرمندان چې ګالري ته راتګ یې ستونزمن و، په کور پاتې شول، هغوی باید له دې لارې و هڅول شي څو خپل هنر ته دوام ورکړي او استعداد یې ضایع نه شي.»

د افغانستان د کلتور او هنر کور د مسوولانو په وینا، اوسمهال د انځورګرۍ او خطاطۍ نوي سلنه ګالرۍ په بېلابېلو علتونو تړل شوي دي او د هغو تړل کېدل د ځوانانو تر منځ د نقاشۍ او خطاطۍ د هنر د پیکه کېدول لامل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه