د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا د موزيم په نړۍوالې ورځې له هېواده د لرغونو اثارو د قاچاق پر مخنيوي او هېواد ته د هغو پر بېرته راګرځولو ټینګار کوي.
خیرالله خیرخوا وایي، هغه کسان چې لرغوني اثار قاچاق کوي باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
خیرالله خیرخوا په دې اړه زیاته کړه: « هغه څوک چې تاریخي اثر قاچاق کوي، هغه ته باید د ملامت په سترګه وکتل شي او که قاچاق کې لاس نهلري دغه جنس باید بېرته راوګرځول شي.»
نوموړی دغه راز ټینګار کوي چې سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې له هېواده د ۱۵۰۰ تاریخي او لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیولې.
ورته مهال، د ملي موزيم مسوولانو د برونزو، ای خانم او اسلامي دورې درې نندارتونونه او د ملي موزيم ځانګړی ترمیم ځای هم پرانېست.
د کابل ښاروالۍ کلتوري رییس، ولي ګل جواد وویل:«د عامه پوهاوي د کچې پراختیا برخه او د خلکو پوهاوي په موخه د نندارتونونو جوړول او د ځینو نور پروګرامونو په برخه کې هڅه کوي څو د افغانستان موزیم سیمه کې پر یوه بې ساري موزیم بدل کړي.»
د کابل ښاروالۍ کلتوري رييس وايي، د نندارتونونو په جوړېدو سره د هېواد موزيم د نړۍ يو له غوره موزيمونو معرفي کېدلای شي.
د ملي موزیم رییس، صبغت الله عابد وايي:« د افغانستان ټول خلک په دې کې برخه لري او له ټولو ښاریانو غواړو چې دغه برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»
بل خوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوى مرستیال وایي نږدې راتلونکي کې به یو جهادي موزیم جوړ کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی مرستیال، سعدالدین سعید څرګندوي:« د دغې ځمکې سربېره یو لویه ځمکه هم لرو او ښه خبره دا ده چې اسلامي امارت هېواد کې د جهادي موزیم جوړولو هوډ لري.»
د موزیم نړۍواله ورځ هر کال د می په ۱۸مه د موزیم نړۍوالې شورا له لوري د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې په موخه لمانځل کېږي.
په دې اړه مو اندونه