د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د هېواد د لرغونو سیمو د بیارغونې ۲۱ پروژې په پام کې لري.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، په یوولسو پروژو کار پیل شوی، خو د لسو نورو پروژو لپاره بودیجه نه ده ځانګړې شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران په دې اړه و ویل: «دوه پروژې په کندهار او نهه پروژې په هرات کې دي چې په دې وروستیو کې زلزلو ویجاړې کړې دي او یا د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ دي، بیارغونه یې دوام لري او پر لسو نورو پروژو هم خبرې روانې دي چې له لازمو مالي امکاناتو وروسته به پرې کار پیل شي.»
له دې سره هممهاله، يو شمېر لرغونپوهان او فرهنګپال د هېواد د لرغونو ځایونو بيارغونه د هېواد د لرغونو سيمو د ساتنې په په برخه کې يو ارزښتناک ګام بولي.
د کوشاني څېړنیو د نړۍوال مرکز رییس، کتاب خان فیضي و ویل: «بیارغونه او مرمت یې یو نېک اقدام دی، زما وړاندیز دا دی چې له بیارغونې مخکې باید د دغو سیمو څېړنې بشپړې شي.»
د علومو اکاډمۍ د لرغونو څېړنو د مرکز علمي غړي، محمد انور فایض و ویل: « تاریخي ودانۍ زموږ د هېواد کلتوري میراث دی چې هنر، کلتور، د معمارۍ هنر او کاشي کارۍ یې د هر دور خپلې ځانګړنې لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو ابدو د ساتنې رياست تېر کال په ټول هېواد کې د څه باندې ٣٠ لرغونو ځایونو د بیارغاونې خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه