د تیاتر ملي ریاست له سرپرست حکومته غواړي چې، د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د دغه ریاست مسوولین وايي، سره له دې چې، د دغه ریاست ورځنۍ چارې په عادي ډول روانې دي؛ خو دوی بیا هم له ځینو ستونزو سره مخ دي.
د تیاتر د همغږۍ آمر، سید عبدالرووف سادات وویل: « تېر کې د تیاتر پرسونل ۲۰۰ تنه وه له هغه وخته تر اوسه ډېر کم شو چې تر ۱۷۰ او ۱۵۰ ورسېده. اوس مهال ۴۷ تنو ته راکم شوی دی.»
د هغه په خبره، د کابل نندارې تیاتر چې د امان الله خان او ظاهر شاه د واکمنیو پر مهال نړۍ کې دویم ښکلی تیاتر وو، نن په کنډواله بدل شوی او د بیا رغونې غوښتنه یې کوي.
د تیاتر د همغږۍ امر زیاته کړه: « موږ ډېر ښکلی سالون درلود چې اوس پر کنډواله بندل شوی او هغه د کابل نندارې تیاتر په نوم یادیږي چې د امان الله خان او ظاهرشاه په وخت کې وو.»
یو شمېر ممثلین وايي، له تېرو نږدې درېیو کلونو یانې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې نږدې ۶۰ نندارې ترسره کړې دي.
ممثل، عبدالوحید وویل: « موږ هڅه کوو په هر ډول چې شي د تیاتر ستنه کلکه وساتو او هر ډول شرایطو کې خپل کار ته په عادي ډول دوام ورکړو.»
یو بل ممثل، قربان محمدي هم وویل: « تیاتر د ټولنې له ستونزو اخیستل کیږي او انعکاس ورکول کیږي څو د ټولنې دردونه ورغول شي.»
تیاتر د نمایشي هنرونو یوه څانګه ده چې تر ډېره د سټیج پر سر د تمثیل په اشارو او حرکتونو سره بیانیږي او تاریخي لرغونتیا یې د باختري یونان دورې ته ورګرځي.
په دې اړه مو اندونه