په ارزګان کې د "ګلاب ګل" په نوم کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، په دغې مشاعره کې د یاد ولایت له شاعرانو سربېره، له څېرمه ولایتونو هم د شعر او ادب یو شمېر مینه والو ګډون کړی وو.
د ارزګان سیمهییز مسوولین د دا ډول پروګرامونو جوړول د ولسونو د یووالي او د هېوادنۍ مینې د پیاوړتیا په برخه کې ګټور یادوي او پر پراخوالي یې ټینګار کوي.
دوی له شاعرانو او د ادب له مینهوالو وغوښتل چې د شعر په ژبه د هېواد پرمختګونه منعکس او تر نورو ورسوي.
د ارزګان والي، عنایت الله شجاع په دغه مشاعره کې و ویل: له خپلو خلکو سره ښه وضعیت کوئ، پر ملت لاس تېروئ. په دې ملت کې نور ددې ځای نشته چې دا دې وځورول شي.
د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس، آغا ولي قریشي و ویل: داسې مجلسونه به موږ د هېواد په کچه ترتیبوو او موږ به هڅه کوو چې د هېواد له هر ګوټه هېوادوال خپل ولایت ارزګان ته را دعوت کړو او کوربه یې شو.
دې مشاعرې ته د یاد ولایت پر شاعرانو سربېره، له څېرمه ولایتونو هم ګڼ شمېر شاعران او د ادب مینهوال راغلي دي.
د وطن ازادي، زده کړې او پرمختګ ته د ځوانانو هڅونه هغه پیغامونه وو، چې د شعر په ژبه له ګډونوالو سره شریک شول.
شاعر، محمد زاده اخترزي هم و ویل:
وطن مو ټول اخترزویه له لعلو نه ډک دی
که علم زده کړو زموږ له وطنه هم جاپان جوړیږي
د ګلاب ګل مشاعره چي د ترینکوت ښار په سپورتي لوبغالي کې جوړه شوې، پر شعر ویلو سربېره، د شپې تر ناوخته د ځینو ممثلینو له لوري تمثلي ټوټې هم وړاندې شوې.
په دې اړه مو اندونه