پل خشتي د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې یوه تاریخي آبده ده چې سل کاله مخینه لري، دامهال د هېواد له بېلابېلو برخو لسګونه هېوادوال ددې تاریخي آبدې لېدو ته راځي.
یو شمېر سیلانیان چې له بېلابېلو ولایتونو بدخشان ته راغلي دي هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت ته خوشحاله دي.
د کندوز اوسېدونکي، خال نظر و ویل: «بدخشان ته راغلو، چکر مو وواهه، په بدخشان کې هوا ډېره ښه ده. شین دی او د تفریح لپاره ډیر ښه ځای دی.»
د بلخ اوسېدونکي، سید معنوي هم په دې اړه و ویل: «امنیت ډير تامین دی. سړکونه ډېر ښه دي. پر ډیره ښه راغلو. دوه شپې مو دلته تېرې کړې او بیا شېوه دښتې ته ولاړو.»
ددې تاریخې ابدې ځینې برخې په وروستیو کلونو کې د حکومتونو نه پاملرنې له امله ویجاړې شوې دي او د له منځه تللو له ګواښ سره مخ ده.
د بدخشان اوسېدونکي، مطیع الله و ویل:«دلته خلک د سېل لپاره راځي، ډیر یو ښه ځای دی او پخوانی دی. که حکومت یې بیا جوړ کړي. هم به د حکومت په ګټه وي او هم به د بدخشان د ښکلا لپاره ښه وي.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي د هوا له سړېدو او اوبو کچې ټیټېدو سره به ددې تاریخي آبدې د مرمت چارې پیل کړي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیح الله امیري و ویل: «ان شاالله، د هوا له سړېدو او د اوبو له کمېدو سره به د مرمت او بیارغونې کارونه پیل شي.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست د شميرو پربنسټ ددغه ولایت ۳۷ تاریخي آبدې او لرغونې سیمې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دي او له دې ډلې پنځه آبدې د پخواني حکومت پرمهال مرمت او رغول شوې دي.
په دې اړه مو اندونه