Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د هنر پراختیا په موخه یو ورځنی نندارتون په لاره واچول شو

کابل کې یوه ښوونیز مرکز د کتابونو، نقاشۍ او خیاطۍ نندراتون ترسره کړ.

د یاد نندارتون جوړونکې، عزیزه اخلاقي وايي، موخه یې د هنر پیاوړتیا اود مطالعې فرهنګ ته وده ورکول دي.

عزیزه اخلاقي وایي: « د دغه نندارتون موخه زموږ په ورځني ژوند کې د هنر پېژندنه او ګټنه ده.»

د یاد نندارتون ګډونوالې بیا له اسلامي امارته غواړي څو د دغه ډول نندارتونونو هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د نندارتون ګډوانوالې، زینب و ویل: « باید هغه کسان چې دغه هنر یې زده کړې، وهڅول شي په ځانګړې توګه ښځې چې اوس ډېر اړتیا لري.»

د نندارتون یوې بلې ګډونوالې، فریبا هم و ویل: « غوښتنه مو دا ده چې زموږ ملاتړ وکړي، دغه ډول نندارتونونه په لاره واچوي، »

دغه نندارتون ته یو شمېر راغلي کسان هم وايي، دا ډول نندارتونونو سره زیاته لېوالتیا لري او زیاتوي چې دغه ډول نندارتونونه هنرمندان خپلو کارونو ته لاهڅوي.

نندراتون ته راغلې سیلانۍ، مژګان و ویل: « له دولته مو هیله ده چې موږ سره مرسته وکړي، د نقاشۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې څو وکولای شو ډېر پرمختګ وکړو.»

یو بل سېلاني، سیدحسن هم و ویل: « دغې برخې سره ځانګړې لېوالتیا لرم، دا کولای شي په ټولنه کې د هنر د پراختیا سبب شي.» 

دغه نندارتون کابل کې یوازې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و.

شریک یي کړئ