Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: چین د افغانستان لرغوني ځایونه یونسکو سره ثبتوي

د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت مرستیال د اسیا د کلتوري میراثونو د ساتنې په سازمان کې د هېواد د تاریخي ځایونو له ثبتېدو ډاډ ورکړی دی. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وایي، د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت مرستیال دغه‌راز ویلي، بیجینګ به د افغانستان تاریخي اثار او ځایونه هم بیا ورغوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران و ویل: «د ملي موزیم، مس عینک، د سېوکیو استوپې، بابر بڼ او بالاحصار په ګډون یې د هېواد له مهمو سیمو لیدنه وکړه. د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا وه.»

یو شمېر کلتوري کارپوهان بیا له چین څخه غواړي څو یونسکو کې د افغانستان د تاریخي ځایونو د ثبت په برخه کې هڅه وکړي. 

کلتوري کارپوه، شیر محمد نوري وویل:« چین افغانستان په اقتصادي برخه کې لېواله دی او همدارنګه د هغو تاریخي ځایونو په بیارغونې ته هم لېواله دی چې، ترې لیدنه یې وکړه. زموږ غوښتنه دا ده چې، چین وکولای شي د افغانستان تاریخي اثار په یونسکو کې ثبت کړي.» 

د علومو اکاډمۍ د لرغون پېژندنې د څېړنیز مرکز علمي غړي، محمد انور فایض هم وايي:«که چین د ملي او نړۍوالو سټنډرډونو سره سم د افغانستان د تاریخي او لرغونو ځایونو د خوندیتوب په برخه کې ګام پورته کړي نو دا به مثبت ګام وي.»

تر دې وړاندې د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت مرستیال او په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست او د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په جلا جلا کتنو کې د لوګر په مس عینک کان کې د لرغونو اثارو پر خوندیتوب ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې، چین د دغه ډول کانونو د استخراج ډېرې تجربې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه