د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملګرو ملتونو د یونېسکو سازمان د کلتوري میراثونو په نوملړ کې د افغانستان د تاریخي ځایونو د ثبتېدو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دغه بنسټ هڅې کوي چې، د کابل د بابر بڼ د یونېسکو سازمان د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي.
هغه و ویل د هېواد یو شمېر تاریخي ابدې په یونېسکو کې ثبت دي، چې د ضحاک ښار، د غلغلې ښار، د غور جام منار او ککرک درې نومونه یادېدای شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران و ویل: د دغو هڅو په پایله کې تر اوسه موږ له یونیسکو سره د افغانستان ۹ تاریخي سیمې ثبت کړې دي. چې ضحاک ښار، غلغله ښار، د غور منار جام او ککرک دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند دغه راز د يونيسکو د نړيوالو ميراثونو په نوملړ کې د بابر بڼ د ثبتولو لپاره د دغه وزارت د هڅو خبره کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران و ویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت له یونیسکو سره په دې هڅه کې دی چې د بابر بڼ هم له یونېسکو سازمان سره ثبت کړي.
د علومو اکاډمۍ د لرغون پېژندنې د مرکز علمي غړی، محمد انور فایض وايي: بابر بڼ هم نوماند دی او هیله لرو چې په نږدې راتلونکې کې هغه هم له یونېسکو سازمان سره ثبت شي او د نړۍوالو فرهنګي میراثونو برخه وګرځي.
تر دې وړاندې د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت مرستیال د اسیا د کلتوري میراثونو د ساتنې په سازمان کې د افغانستان د تاریخي سیمو د ثبتولو پر اړتیا ټینګار کړی و.
په دې اړه مو اندونه