Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د یوې لرغونې ولسوالۍ تاریخي شالید ته کتنه

د کابل چهار اسیاب ولسوالۍ یوه له تاریخي ولسوالیو ده او د کابل په یولس کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.

دغه ولسوالۍ د پلازمېنې سویل لور ته پرته ده او د کابل یوه له ډېر نفوس لرونکو ولسوالیو شمېرل کېږي.

د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکي په وینا، پخوا دا ولسوالۍ علاقه داري وه، خو وروسته د سیمې د اوسېدونکو له لوري د چهار آسیاب په نوم ونومول شوه.

دا ولسوالۍ د بېلابېلو قومونو او ګڼ نفوس د لرلو له امله د کابل له ګڼ نفوس لرونکو ولسوالیو ګڼل کیږي.

د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ اوسېدونکي، ملک شاه محمود و  ویل: "چهار اسیاب ولسوالۍ د کابل له ګڼ میشو ولسواليو ده چې ۱۵۰ زره اوسېدونکي لري او څه باندې ۱۲۰ کوچني او لوی رسمي او غیر رسمي کلي لري"

چهل دختران، الیاس خیل، تنگی سیدان، رحمت آباد، الوخیل، ده کلان، لغمان کلی، سیاه جوی، ستار خان، سوریوند، کته سنگ، میاخیل، پاینده خیل، حاجي خیل، قریه چارسوق، آهنګران، قلعه عبرالروف، معین خیل او سیدخیل، قشلان، عباس قلي، قلعه کهنه، دشتک علیاء گرگاب، تاجکیه کلي، گلزار کلی، قلعه نعیم، قلعه رشید او ورته نور کلي د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ ځينې کلي دي.

د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ اوسېدونکی، حاجی عزیزاحمد وايي: "ولسوالي نه وه، علاقه داري وه، څو کلونه د چهاردهې پورې تړلې وه."

 اویا کلن عبداللطیف چې د چهاراسیاب ولسوالۍ د یوې لرغونې ژرندې مسوول دی د دې کولپ په خلاصولو سره موږ ته د  چهار آسیاب د تاریخچې او دا چې ولې په دې نوم یادېږي، جزییات راکړل.

د ژرندې مسوول، عبداللطیف و ویل: "دلته یې مخکې کوم نوم نه و، غرونه او دښتې وې، بیا ددې سیمې خلک کېناستل او په ګډه یې و ویل چې باید یو نوم ورته خوښ کړو. نو ټولو په ګډه ورته چهاراسیاب نوم ورکړ."

د سیمې د خلکو د روایتونو له مخې، په دغه کور کې د عین الدین خان او حسام الدین خان په نومونو دوو وروڼو ژوند کاوه چې یو یې د هغه وخت د پاچا لومړی وزیر او بل یې د مالي وزیر و.

د چهار اسیاب د چارسوق کلي اوسېدونکی، محمد رحیم وايي: "دا کور د عین خان او حسام الدین خان دي. څلور پوړه دی او څه باندې سل کلنه لرغونتیا لري. دا دواړه وروڼه وو. یو د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال لومړی وزیر او بل د مالیې وزیر وو."

په دغه ولسوالۍ کې په قلعه نعیم کلي کې د بي بي کوف تیپه په نوم زیارت دی چې د دې سیمې اوسېدونکي یې په اړه داسې روایتونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه