Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغان فلم کې د درې نویو مستندو فلمونو نندارې ته وړاندې کېدل

نن (سې‌شنبې، د زمري پر ۳۰مه) د افغان فلم په ریاست کې درې مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کړل شول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق‌الله عزیزي د درې مستندو فلمونو د نندارې په پروګرام په پیل کې، په هېواد کې د مستندو فلمونو تولید ډېر مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې، دا ډول فلمونه کولای شي، د هېواد تاریخ منعکس کړي.

ښاغلی عزیز وايي:«دغه درې مستند فلمونه چې نن وړاندې کېږي، ونه‌لرو، زموږ او تاسو راتلونکی نسل به لس یا شل کاله وروسته پر څه قضاوت وکړي؟»

په دغه پروګرام کې د افغان فلم رییس فیض محمد جلالي وایي چې، د اسلامي امارت له بیا راواکمنېدو وروسته یې په افغان فلم کې د مستندو فلمونو د تولید په برخه کې ښې لاسته‌‎راوړنې لرلي او په هېواد کې د دغو مستند فلمونو پر زیاتېدو ټینګار کوي.

ښاغلی جلالي وايي:«په تېرو دوو کلونو کې مو د بګرام او سالنګ په څېر مستندونه لرل، نو په اوسنیو لسو یا دولسو میاشتو کې څو هنري لاسته‌راوړنې لکه‌ داستاني فلمونه، هنري جشنواره او داسې نور مستندونه لرو.»

د دغو مستندو فلمونو ډایکټران که څه هم نندارې ته د خپلو فلمونو پر وړاندې کولو خوښ دي؛ خو له اسلامي امارته د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.

ډایرکټر محمد ظریف درویش په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«زما دوه فلمونه نندارې ته وړاندې کړل شول چې، د ملي ارشیف او د بمونو د مور په نامه فلمونه دي. د ملي ارشیف فلم له نوم څخه جوته ده چې، د ملي ارشیف په تړاو دی او دغه فلم پر درېیو برخو راڅرخي.»

ډایرکټر محمد شریف سروري هم څرګندوي:«لږ تر لږه د ډایرکټر یا هم د چمتوکوونکي په واک کې یو اندازه پیسې ورکړي چې، موږ وکړای شو ښه او غوره فلمونه جوړ کړو او د دې ترڅنګ، هغه وسایل او تجهیزات چې، په افغان فلم کې موجود دي بسندویه نه‌دي.» 

 د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او کلتور د معین په وینا، دا مستند فلمونه به نندارې ته له وړاندې کېدو او تایید وروسته د افغان فلم له لارې په بېلابېلو رسنیو کې خپاره شي. 

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په یوې فراغتغونډه کې تازه فارغ شویو سرتېرو ته په خطاب کې ویلي چې، په نظم واوسئ؛ ځکه ستاسو بې‌نظمي د نظام بې‌نظمي ده.

د دفاع وزارت سرپرست د محاربوي ګډو تعلیماتو له قومندانۍ د ۱۲۲۵ ځوانو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د هغوی د بدني روزنې ترڅنګ پر فکري روزنې هم ټينګار کړی دی.

د افغان فلم رییس فیض محمد جلالي وایي چې، د اسلامي امارت له بیا راواکمنېدو وروسته یې په افغان فلم کې د مستندو فلمونو د تولید په برخه کې ښې لاسته‌‎راوړنې لرلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه