Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سمنګان کې جهان نما ماڼۍ د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده

د سمنګان په خُلم ولسوالۍ کې د جهان نما ماڼۍ د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.

د سمنګان ولسوالۍ اوسېدونکي او سېلانیان وايي، دا ماڼۍ د هېواد له ښکلو تاریخي سیمو ده او له مسوولینو یې د بیارغونې غوښتنه کوي.

د سمنګان اوسېدونکي، محمد اسحق و ویل: « دا بڼ ډېر ښکلی دی او او ډېر ګرځندویان یې لیدو ته راځي، له اسلامي امارته هو غوښتنه دا ده چې راشي او د دغه بڼ وضعیت له نږدې وګوري او بیارغونې ته یې پام وکړي ځکه له خلک ورته له هر ولایته لیدو ته راځي.»

د بلخ اوسېدونکي، حسیب الله و ویل: « دا بڼ د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دی له اسلامي امارته غواړو چې دغه بڼ باید بیا ورغول شي.»

خو د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغې تاریخي سیمې بیارغولو لپاره هڅې روانې دي.

د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور رییس، فیروز الدین منیب د طلوع‌نیوز خبریال ته وایي: « څه وخت وړاندې ما د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسلکي انجینران غوښتي وو، شاوخوا ۲۲ ورځې موږ سره وو او په جهان نما بڼ کې یې کار وکړ، بشپړ براورد یې وکړ او هڅه یې وکړه هماغه ډول چې معیاري چې وو جوړ یې کړي.»

له جهان نما بڼ او ماڼۍ د تاریخ په اوږدو کې د دولتي مېلمستون، د زده کړیالانو د لیلیې او دولتي ادارو د دفتر په توګه کار اخیستل شوی دی. خو له ۱۳۸۳ لمریز کال راهیسې دا ماڼۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند شوې چې په ورځني ډول یې ګڼ شمېر هېوادوال لیدو ته راځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه