Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار په موزیم کې څه باندې زر قلمه تاریخي اثار مرمت او ثبت شوي دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندونکو یوې ډلې د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې کندهار موزيم کې له زر قلمه زيات تاريخي اثار ثبت او رغولي دي.

لرغون پېژندونکي وایي، په ثبت شویو تاريخي اثارو کې د باختري، کوشاني، برونزو او اسلامي دورې د بېلابېلو پړاونو اړوند تاريخي اثار شامل دي، چې د همدې ولایت د موزيم په نوې ودانۍ کې به نندارې ته کېښودل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موزیمونو آمر عین الدين صداقت و ویل: « له زر قلمه زیات تاریخي اثار ثبت او راجسټر، ترمیم، وقایه او تشخیص شوي دي.»

په ورته مهال د کندهار اوسېدونکي بيا د تاريخي اثارو ترڅنګ د تاريخي آبداتو د رغونې او ساتنې غوښتنه کوي. 

د کندهار اوسېدونکي عبدالباري طلوع نیوز ته و ویل: « دا تاریخي اثار دي او دا باید وساتل شي او ویجاړ نشي. حکومت او ولس دواړه باید دغو اثارو ته پام وکړي.»

د کندهار اوسېدونکی عبدالولي بیا داسې وایي: « په کندهار کې ډېری هغه ځایونه چې تاریخي دي او ارزښت یې زیات دی او زموږ د پلرونو او نیکونو کلتور پکې نغښتی دی لمنځه تللي دي.»

منډيګګ، نارنج ماڼۍ، احمدشاهي ښار، نادر کلا او شمشير غر د کندهار مهمې تاريخي سیمې دي، چې د ځينو لرغونتوب ان زرګونو کلونو ته رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه