علومو اکاډمۍ په کابل کې د ادب او اسلامي کلتور د پراختیا په برخه کې، د مولانا جلالالدین محمد بلخي د مقام په تړاو غونډه جوړه کړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په دغې غونډه کې ویلي چې، د ادب او اسلامي کلتور د پراختیا په برخه کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي نوم او مقام د ستایلو دی.
ښاغلي ثاقب، د مولانا جلالالدین محمد بلخي د کړنو او فعالیتونو پر ستایني له ټینګار سره ویلي چې، هغه د اسلامي کلتور او علومو د پراختیا په برخه کې ستر خدمتونه ترسره کړي او ارزښتناک اثار ترې پاتې دي.
نور محمد ثاقب وايي:«ډېر ستر خدمتونه یې کړي دي، د علومو ظاهریو تدریسونه او د قران او حدیث او د شریعت خدمتونه یې کړي دي، په علومو باطنیهوو کې یې لوړ مقام درلود، د تصوف ډېر ستر خدمتونه یې کړي دي.»
نور محمد ثاقب د خپلو خبرو په یوه برخه کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي د کارونو او فعالیتونو درناوی د تاریخي ویاړونو په تړاو د ځوانانو د پوهاوي لپاره مهم وباله.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل:«مولانا محمد جلالالدین بلخي، ثم رومي چې، وروسته په رومي مولانا یې شهرت پيدا کړی دا زموږ د ګران افغانستان یوه هستي ده. زموږ او تاسو د ګران هېواد د ویاړ یو شخصیت دی.»
د علومو اکاډمۍ رییس فریدالدین محمود هم وايي:«مولانا یو سړی و، مولانا د هغه وخت منل شوی مشر و، ټولې نړۍ د ده په بزرګۍ او لویۍ باندې اعتراف کړی دی.»
په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس هم د مولانا او نورو تاریخي څېرو کړنې او فعالیتونه مهم ګڼي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین قدرتالله جمال څرګندوي:«د افغانستان په تاریخ باندې باید موږ خبر واوسو چې، زموږ نوی نسل په دې پوه شي چې، افغانستان یو ویجاړ بېعلمه او بې شخصیتونو هېواد نهدی تېر شوی.»
د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محبالله وثیق وویل:«د مولانا جلالالدین محمد بلخي په لارښوونو کې بنسټيزو اصولو ته پاملرنه او د اسلامي کلتور او تمدن په څرنګوالي کې د افغانستان تاریخي رول، زموږ دنده ده چې، نړۍ ته د دغو ارزښتونو د پېژندلو او عملي کولو په برخه کې، د سولهییزې، پرمختللې او عادلانه نړۍ زمینه برابره کړو.»
مولانا جلالالدین محمد بلخي په ۶۰۴ هجري قمري کال کې په بلخ کې زېږېدلی و. د هغه پلار مولانا محمد بن حسین خطیبي، چې په سلطانالعلما مشهور و، د بلخ له مخورو و.
مثنوي معنوي او د شمس تبریزي دېوان د مولانا جلالالدین محمد بلخي له مشهورو اثارو ګڼل کېږي.
په دې اړه مو اندونه