Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل شوربازار؛ د دوو پېړیو مخینې لرونکی تاریخي بازار

شور بازار د کابل یو له تاریخي بازارونو دی چې څه د پاسه دوه کاله مخینه لري او د کابل اوسېدونکو په منځ کې په زاړه ښار مشهور دی. 

شور بازار د کابل د سنګ تراشۍ او بالاحصار تر منځ موقعیت لري او د کابل لرغونی بازار له همدې لارې پېژندل کېدای شي.

خو د دغې سیمې د ځینو اوسېدونکو په باور، پر دغه بازار د شوربازار نوم د هغه د ګڼې ګوڼې له امله اېښودل شوی دی.

د کابل اوسېدونکي، محمد سرور و ویل: « د شوربازار کورونه، عاشقان او عارفان، ریکاخانې دا ټولې د شوربازار په نوم یادېدې، دا یو بازار و چې کابل کې بل بازار نه وو.» 

د دې سیمې د اوسېدونکو په خبره، شوربازار یو وخت د غیرتي، هوښیارو او پوه خلکو استوګنځی و. 

همایون چې خپل ټول عمر یې شوربازار په تاریخي سیمه کې تېر کړی، وایي: « لومړی يې دې ته شېر بازار وایه، دلته هغو خلکو ژوند کاوه چې د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې یې د اسلام بیرغ پورته کړ، چې له ډلې یې د عبدالعزیز لنګری په نوم یې د لمسیانو او خپلوانو ځایونه پاتې دي.»
 
د سرپټې کوڅه بیا د شوربازار یوه له هغو کوڅو ده، چې دوه سوه کاله مخینه لري.
  
د کابل د شور بازار اوسېدونکی، محمد ظاهر په دې اړه وایي: « دغه پخوانی تنګی لنډ و اوس لږ لوړ شوی دی، ډېر لنډ و، خلک له دې ځایه په سخته تېرېدل، د شوربازار ډېر ځایونه سرپټي دي.» 

د کابل شوربازار یو وخت د « چارچتې» په څېر له سره تر پایه سرپټی و، چې اوس یې خپله پخوانۍ بڼه له لاسه ورکړې ده.
شور بازار که څه هم د تېر وخت رنګ او بڼه نه لري، خو بیا هم د کسبګرو شور او ځوږ پکې د پخوا په څېر دی.

د دغې سیمې د ځینو اوسېدونکو په باور، پر دغه بازار د شوربازار نوم د هغه د ګڼې ګوڼې له امله اېښودل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه