Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایشلیکي؛ ترکمني خواړه چې دې وروستیو کې یې مینوال زیات شوي دي

ایشلیکي د ترکمنو دودیز خواړه دي، چې هېواد کې اوږده مخینه لري او دې وروستیو کې یې مینوال ډېر شوي دي. 

دغه خواړه د ترکمن قوم کورنۍ په ځانګړي مهارت او سلیقې سره له غوښې او اوړو څخه پخوي، چې د ډېری هېوادوالو لپاره په زړه پورې خواړه دي. 

محمد هاشم ولي زاده چې دوولس کاله وړاندې د ایشلیکي ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی وايي، دغو ځانګړو ترکمني خوړو د شهرت او پېژندنې لپاره یې دغه رسټورانټ په مزار شریف ښار کې جوړ کړی او شاوخوا لس تنه ورسره په کار بوخت دي.

محمد هاشم ولي زاده و ویل: « ایشلیکي مشهور ترکمني خواړه دي، چې مخکې په اور کې پخېده، یوه برخه به یې ایسته اچوله او بله برخه به یې خوړله. اوس امکانات ډېر شوي او په داش کې پخېږي. ما هم دغه رسټورانټ ۱۲ کاله وړاندې جوړ کړ چې زه، اولادونه او ۸ نور ځوانان پکې په کار بوخت دي او خپلې کورنۍ ته روزي پیداکوي.»

د محمد هاشم ولي زاده زوی، محمد بابر و ویل: «ایشلیکي یو ډول هوسانه ترکمني خواړه دي، چې پخوا یوازې ترکمنانو پېژندل؛ خو له هغې ورځې چې موږ دغه رسټورانټ جوړ کړی، هره ورځ ډېر پېرېدونکي لرو.»

دغو ځانګړو ترکمني خوړو، دې وروستیو کې د ګڼو هېوادوالو پام ور اړولی دی او ډېری کورنۍ د ایشلیکي د خوړلو لپاره دغه رسټورانټ ته راځي.
د مزارشریف اوسېدونکی، احمد نوید وایي: « ایشلیکي ډېر ښه خوند لري او هر وخت چې ښار ته راځو د ایشلیکي له خوړو پرته کور ته نه ځو.»

د مزار شریف یو بل اوسېدونکي، عبدالله و ویل: « دا خواړه هېڅ مثال نه لري. ښایي په مزار شریف او شمالي سیمو کې دا یوازیني خوندور خواړه وي، او زه تل چې وغواړم بهر خواړه وخورم، نو دلته راځم او ایشلیکي خورم.»

ویل کېږي چې بولاني، آشک، منتو او سمبوسه نور مشهور وطني خواړه دي، چې ډېری هېوادوال ترې ګټنه کوي.

شریک یي کړئ