د علومو اکاډمۍ له لوري د "ستر مفسر او محدث ملا علي قاري هروي علمي او معنوي مقام" په نوم علمي او څېړنيز سیمینار جوړ شو.
د دغه سیمینار ګډونوالو ملا علي قاري هروي چې هرات کې زېږېدلی و او په مکه مکرمه کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړي، د اسلامي نړۍ یو له علمي شخصیتونو وباله.
ملا علي قاري هروي د شاه اسماعیل صفوي په واکمنۍ کې له افغانستانه سعودي عربستان ته هجرت وکړ او هلته یې د خپلو علمي فعالیتونو په دوام د دیني علومو په بېلابېلو برخو کې ۳۰۰ کتابونه ولیکل.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رییس، فریدالدین محمود و ویل: « هغه د عربو او عجمو استاد و؛ هغه د ټولو استاد و.»
د حج او اوقافو وزارت سرپرست هم قاري هروي د اسلامي نړۍ یو پیاوړی شخصیت وباله او زیاته یې کړه چې نوموړي د خپل ژوند ډېره برخه څیړنې، تدریس او د ارزښتمنو کتابونو لیکلو ته ځانګړې کړې وه.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست، نور محمد ثاقب و ویل: « ملا علي قاري ۳۰۰ کتابونه لیکلي دي.»
بل لور ته ځینې نورو څېړونکو او لیکوالانو د ملا علي قاري هروي د ژوند پر بېلابېلو اړخونو د سیمینار ګډونوالو ته څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.
لیکوال، محمد کبیر مشفق و ویل: « قاري هروي څه باندې څلوېښت کاله د وحې په خاوره کې ژوند وکړ او هلته یې زده کړو او تدریس او اسلامي امت ته یې د کتاب لیکلو ته مخه کړې وه.»
د یادونې ده چې د دغه سیمینار په پای کې افغان څېړونکو د اثارو پر چاپ او د ملا علي هروي په نوم د مهمو علمي ځایونو پر نومولو ټینګار وکړ.
په دې اړه مو اندونه