Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بامیان اطلاعاتو او کلتور ریاست لرغونو سیمو ته غځیدلي سړکونه رغوي

د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د هغو لرغونو سیمو سړکونه به بیا ورغوي، چې تر دا مهاله د سیلانیانو له نظره پناه وو.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس، صفي الله رائد وايي: هغه سیمې چې ډېرې مشهورې نه دي، هغه معرفي ته اړتیا لري. ځینې ستونزې لري لکه سړکونه یې خام دي. مرمت ته اړتیا لري. له ولایتي ادارې او د ټولګټو چارو ریاست سره په همغږۍ کې یو چې دغه سیمې او سړکونه یې و رغول شي.

چهل برج د کوشانیانو له دورې پاتې نظامي او تاریخي کلا ده، چې تاریخي مخینه یې دولسمې او دیارلسمې زیږدیزو پېړیو ته ور ګرځي.

دا لرغونې ودانۍ چې د بامیان یکاولنګ دویم نمبر ولسوالۍ کې موقعیت لري، د یوې تپې پرسر څلوېښت کوچني او ستر برجونه له خامو خښتو، خټو او تېږو څخه جوړه شوې ده.

ډېری دغه برجونه ددې تپې په لاندینې برخه کې جوړ شوي دي، او لږ اثار یې پر ځای پاتې دي، خو لوړ برجونه یې ښکلي تزیین شوي دي چې لاهم د هر لېدونکي پام ور اړوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، تاریخي ځایونو رغولو ته پاملرنې سره به ددغه ځای لېدو ته سلګونه سیلانیان ور مات شي.

د بامیان د یکاولنګ دویم نمبر ولسوالۍ اوسېدونکی، دولت حسین بیا وايي: مخکې بهرنیان زیات و، مخکیني حکومت کې، اوس دومره زیات نه دي. کورني راځي خو بهرنیان نشته.

د بامیان د یکاولنګ دویم نمبر ولسوالۍ اوسېدونکی، قربان هم په دې اړه وايي: ډېر خلک یې لیدو ته راځي، له تاریخي پلوه دغه برجونه ویني،

هغه سیلانیان چې له بېلابېلو ولایتونو د چهل برج لیدو لپاره راغلي، هیله من دي چې سرپرست حکومت ددغه ولایت ددې او نورو تاریخي ځایونو بیارغونې او ساتنې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

سیلانی، نور محمد محمدي وايي: له دې سیمې باید مراقبت وشي، دا مرمت ته اړتیا لري. دا ځای ډېر خراب شوی او خلک ترې باید لیدنه وکړي او ساتنه ترې وکړي.

ددغو برجونو څو مترۍ واټن کې د رزمي لوبو میدانونه هم شته، چې نږدې لس جریبه ځمکه باندې جوړ شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو په خبره له دغو رزمي اثارو ځینې پرځای پاتې، خو ډېری نور د زماني په اوږدو ویجاړ او له منځه تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه