د جاپان سفیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له معین سره په کتنه کې په نږدې راتلونکي د افغانستان د کلتوري میراثونو په تړاو په توکیو کې د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی، څو د افغانستان د کلتوري میراثونو د خوندیتوب او رغونې برخو ته د نړیوالو ذهنیت جوړ او راجلب کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په دې کتنه کې د جاپان سفیر ویلي چې کلتوري مسایل له سیاسي مسایلو سره هېڅ تړاو نه لري او جاپان د هر ډول شرایطو لاندې د دې ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران وايي: جاپان د دې په لټه کې دی، چې په پلازمېنه توکیو کې غونډه جوړه کړي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د جاپان فرهنګي ملاتړی دی او هغوی کلتوري مسایل له سیاسي مسایلو لرې ساتلي دي.
بلخوا، د کلتوري چارو یو شمېر شنونکي وايي چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه باید د کلتوري میراثونو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې له هغو هېوادونو سره چې د تاریخي ابداتو د بیا رغونې توان نه لري، مرسته وکړي.
د کلتوري چارو شنونکي، فقیر میوند و ویل: یونیسکو د همدې لپاره جوړه شوې ده څو د افغانستان په څېر د غریبو هېوادونو سره مرسته وکړي او تاریخي میراثونه یې جوړ کړي. دا به ګټور وي.
د سیاسي چارو شنونکی، ذکی الله محمدي بیا وايي: افغانستان داسې یو هېواد دی چې ګڼ شمېر لرغوني توکي لري. نو هغه کسان چې په دغه برخه کې کار کوي او نورو ته یې هم ورښيي دغه کار یې د ستاینې وړ دی.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد ډېری تاریخي آبداتو ته د تېرو څو لسیزو جګړو او طبیعي پېښو له امله جدي زیانونه اوښتي دي. تر دې وړاندې چین هم د افغانستان د تاریخي آثارو د بیا رغونې، ساتنې او استحکام په برخو کې د ملاتړ ډاډ ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه