د روزګان سیمهییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې د تاریخي ځایونو ساتنې او خوندیتوب لپاره امنیتي قطعه ګومارل شوې ده.
دوی وایي، د تاریخي ابداتو د بیارغونې په برخه کې یې هم جدي هڅې پیل کړې دي.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، اغا ولي قریشي و ویل: « ټول افغانستان کې د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه د ۰۱۲ په نوم یوه مرکزي قطعه فعاله شوې ده، ډېری ولایتونو ته یې تشکیل غځول شوی دی، څو د تاریخي ابداتو ساتنه وشي، الحمدالله د دې قطعې یو برخه روزګان ولایت ته هم ورکړل شوې ده چې د تاریخي ابداتو ساتنه وکړي.»
ځینې سېلانیان چې د روزګان مرکز ترینکوټ ښار اړوند مهر اباد سیمه کې د کافر تاریخي کلا ته راغلي وایي، تېرو جګړو او طبیعي پېښو دغه ولایت کې د تاریخي ودانیو ځینې برخې ویجاړې کړې دي.
دا سېلانیان له مسوولینو غواړي چې، د تاریخي ځایونو بیارغونې ته پاملرنه وکړي.
د روزګان اوسېدونکی، عبدالولي جانثار وایي: « دلته راغلي یو چې د دې تاریخي سیمې لیدنه وکړو، په واقعیت سره ډېره ښایسته سیمه وه، موږ ډېر خوند واخیست خو یوه خبره ده هغه دا چې دا سیمې جوړېدو ته اړتیا لري.»
له پکتیا راغلي سېلاني، عمران خان و ویل: « کله چې موږ روزګان ته راغلو او له ډېرو تاریخي سیمو مو لیدنه وکړه، نو ډېر ځایونه یې په سېلابونو او جګړو کي ویجاړ شوي دي، له حکومت مو غوښتنه دا ده چې باید د تاریخي سیمو رغونې او ساتني ته جدي پام وکړي.»
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مالوماتو لمخې، دغه ولایت کې یې ۱۳۶ تاریخي سیمې ثبت کړې دي چې کافر کلا، سلیمان تخت او کلا مرچه یې مشهورې سیمې دي.