شاوخوا ۱۹۵ قلمه تاریخي او لرغوني اثار چې ډېر کلونه په دفاع وزارت کې وو، دمګړۍ ملي موزیم ته وسپارل شول.
ډېری دغه اثار چې اسلامي دورې پورې اړوند دي، درې سوه کاله تاریخي لرغونتیا لري چې، اوسپنیز او لرګین لوښي، سماواتونه، جګړه ییز توکي او ځینې نور اثار پکې شامل دي.
د دفاع وزارت حمایوي لوا مرستیال، جمال الدین حقجو و ویل: «دغه اثار په کانټینرونو کې ځای پر ځای شوي وو. دغه اثار د هغو تصفیو په لړ کې پیدا شوي چې موږ کړې وې.»
بل لور ته د ملي موزیم مسوولین له دفاع وزارت څخه ملي موزیم ته د لرغونو او تاریخي اثارو لیږد ستایي.
د ملي موزیم رییس، صبغت الله عابد په دې اړه و ویل: «اسلامي امارت متحد دی. دفاع وزارت، استخباراتو ریاست یا کورنیو چارو وزارت چې کله هم له قاچاقبرانو لرغوني اثار نيولي، یا د جمهوریت له وخته هلته پاتې دي، هغه یې موږ ته سپارلي دي.»
د ملي موزیم مرستیال، محمد یحیی هم و ویل: «شاوخوا ۱۹۵ قلمه اثار چې لا نورې برخې هم پکې شاملې دي، ملي موزیم ته تسلیم شوي دي. دغه اثار د بېلابېلو اسلامي دورو پورې اړه لري..»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم له هېواده بهر ته د ۱۶۹ قلمه اثارو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکړی وو او ویلي یې وو، چې دغه اثار ثبت او ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.