Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په سوېل کې د نارنج تپې لرغونتیا ته لنډه کتنه

د کابل نارنج تپه له تاریخي او لرغونو تپو څخه ګڼل کېږي چې د بالاحصار په نږدې یو کیلومټرۍ کې پرته ده.

د لرغون پېژندنې ریاست د لرغونو اثارو د ترمیم  آمر سلطان مسعود مرادي د دغې تپې د مخینې او لرغونتیا په اړه داسې وایي: « د نارنج تپه د کابل بالاحصار ته په شاوخوا یو کیلومټرۍ کې د زنبورک شاه تر غره شاته پرته ده، په ټوله کې دغه سیمه یو بودایي معبد لري.»

دغه غونډۍ کې د بودايي معبد تاریخي مخینه د کوشاني، یفتلي، کابل‌ شاهانو او صفاریانو دورو ته رسېږي. په لومړي ځل دغه ځای په ۱۸۳۳ زېږیز کال کې د انګریز چارلز میسن لخوا کشف شو. وروسته، په ۱۳۸۳لمریز کال کې افغان او فرانسوي لرغونپوهانو په ګډه دلته سروي او کېندنې پیل کړې، چې تر ۱۳۹۱ کاله یې دوام وکړ. له دې تاریخي تپې د مجسمو، سکو او ځینو نورو اثارو په ګډون څه باندې پنځوس منقول اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي دي. په دې غونډۍ کې دا مهال د مرکزي استوپې او نذري استوپې په ګډون اتلس استوپي ساتل شوي دي.

د لرغون پېژندنې د ریاست غړي، عبدالرحمن نوري په دې اړه و ویل: « موږ د نارنج تپې د لسم او څوارلسم زونونو دوو مهمو برخو ساتنه کړې چې او اثار یې اوس په ښه وضعیت کې دي او هڅې روانې دي چې وکولای شو راتلونکي کې د نارنج تپې د نورو برخو ساتنه هم وکړو.»

د نارنج تپې اوسېدونکي، احمد فهیم د دغې تپې د نوم په اړه وایي: « دا چې پخوا دلته معبد و او د تېرو حکومتونو پر مهال پر دې تپې زېړ ګل و له همدې امله یي په نارنجي تپه یادوله.»

د لرغون پېژندنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو لمخې، دغه غونډه کې تر دې دمه ۱۱ ځله کېندنې شوې، چې په پایله کې یې بېلابېل لرغوني اثار ترلاسه شوي دي.

دغه غونډۍ کې د بودايي معبد تاریخي مخینه د کوشاني، یفتلي، کابل‌ شاهانو او صفاریانو دورو ته رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه