Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان کلتوري ننګونې او پرمختګونه

د تاریخي آثارو ساتنه د یوه هېواد د ملي هویت ښکارندویيي کوي، او افغانستان هم د تاریخي او کلتوري آثارو له پلوه د نړۍ په کچه یو بډای هېواد ګڼل کېږي.

د هېواد کلتوري برخه په تېر یوه کال کې د ځینو پرمختګونو شاهده وه، چې د تاریخي آبدو د بیا رغونې، د تاریخي آثارو د قاچاق د مخنیوي، او د تاریخي آثارو او ساحو د کشف په برخو کې ترسره شوي دي.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لړ کې د اطلاعات او کلتور وزارت د ۵۳۸ قلمه تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

دا تاریخي او لرغوني آثار له تثبیت وروسته د اړوندو ولایتونو موزیمونو ته لېږدول شوي دي.

د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران  
وايي: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۵۳۸ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده. دغه اثار د فلزي توکو، د برونزو د دورې اثارو، او د اسلامي دورې د وسایلو لکه جنګي سامان، سکې او ګاڼې دي.  

د لاندې آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
۱- فلزي آثار  
۲- د برونزو د دورې آثار  
 ۳- د اسلامي دورې آثار چې وسایل، حربې مسکوکات او ګاڼې پکې شامل دي.  

 په ټوله نړۍ کې هېوادونه خپلې تاریخي او لرغوني سیمې او آثار لري، خو ځینې بدلونونه د دې لامل شوي چې دا آثار او سیمې له سترګو لېرې پاتې شی.

په افغانستان کې هم د ۲۰۲۴ کال په لړ کې په جوزجان، هلمند، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې نږدې ۱۵۰ تاریخي او لرغوني سیمې  کشف او ثبت شوې دي.

په هېواد کې د کشف شویو سیمو شمېر:  
۱- په جوزجان ولایت کې ۹۰ سیمې   
۲- په هلمند ولایت کې ۲۰ سیمې 
۳- په فراه ولایت کې ۱۳ سیمې  
او ځينې سیمې په نورو ولایتونو کې هم کشف شوې دي

د اطلاعات او کلتور وزارت پخوانی سلاکار، فقیر میوند وايي: "زه هیله لرم چې د افغانستان له تاریخي ابداتو سره په مسوولانه ډول چلند وشي او د دې د موندلو او پلټنې په چارو کې له متخصصینو او ماهرینو مرسته وغوښتل شي، څو دا آثار راوباسي او د نندارې لپاره وړاندې کړي." 

د تاریخي ودانیو بیا رغونه د معمارۍ یوه ارزښناکه څانګه ده، چې د تاریخي آبدو د اوږدمهالې پایښت زمینه برابروي.
  
په دغه کال کې په هرات، بامیان، کندهار، غزني او کابل ولایتونو کې شاوخوا ۸  تاریخي ودانۍ بیا رغول شوې دي.  

- د غور د جام منار د استحکام د کار پیلېدل
۲- د کابل د بالاحصار  د کار اتیا سلنه پرمختګ  
۳- د ملي آرشیف د بیا رغونې د کار پیلېدل   

د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس، محمد حسیب نسیمي هم وايي: "د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم ریاست په ۱۴۰۳ لمریز کال کې له پیل راهیسې د شاوخوا پنځلس تاریخي ابدو د بیا جوړونې په اړه کار کړی دی. له نیکه مرغه د اته آبداتو بیا جوړونه بشپړه شوې او د نورو پنځه آبداتو په کار روان دی. همدارنګه، تمه ده چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د دریو نورو تاریخي آبداتو د بیا جوړونې کار هم بشپړ شي."  

په دغه کال کې د اطلاعات او کلتر وزارت د تاریخي ځایونو د بیا رغونې او د ملي ارزښتونو او ژبو د ساتنې لپاره کمېټې جوړې کړې. 

د شمېرو لمخې، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لړ کې د اطلاعات او کلتور وزارت د ۵۳۸ قلمه تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه