چکمن ګنډل او قاقمه ګنډل د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو پخوانی صنعت دی، خو بدخشان کې له ځوړ سره مخ دی.
بدخشان کې صنعتکاران وايي، پخوا دغه ولایت کې د چکمن ګنډلو او قاقمه ګنډلو لسګونه سترې او کوچنۍ کارخونې فعاله وي خو دا مهال یوازې یوې کارخونې دغه صنعت ژوندی ساتلی دی.
غلام رباني امواج چې، له څه باندې دوو لسیزو راهیسې بدخشان کې د چکمن او قاقمه ګنډلو پر صنعت بوخت دی وايي، پخوا به فیض اباد ښار کې د دودیزو کالیو په ځانګړې توګه د چکمن ګڼدلو او قاقمه ګنډلو لسګونه سترې او کوچنۍ کارخونې فعاله وي خو دا مهال یې یوازې یوه کارخونه فعالیت لري.
غلام رباني زیاتوي چې، اوس یو ځل بیا له دغو ژمنیو جامو سره د هېوادوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
هغه د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: « له بده مرغه دې وروستیو کې د اړتیا وړ امکانات نه دي برابر شوي، د حکومت له لوري پاملرنه نه ده شوې او صنعتکارانو د پانګې نشتوالي له امله خپل کارونهه و ځنډول. خو له نیکه مرغه د هېوادوالو لېوالتیا ورځ په ورځ زیاتیږي.»
ځینې ځوانان چې، د چکمن ګنډلو او قاقمه ګنډلو په دغه یوازنۍ کارخونه کې په کار بوخت دي، له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې، بدخشان کې د لاسي صنایعو له تولیدونکو ملاتړ وکړي.
بدخشان کې د چکمن ګنډلو او قاقمه ګنډلو صنعت زده کوونکي، احمد فرهاد و ویل: « له دولته مې هیله دا ده چې، لاسي صنایعو ته وده ورکړي او ورته پاملرنه وکړي.»
د دغه صنعت بل زده کړیال، عتیق الله و ویل: « دا یو پخوانی صنعت دی او باید له پامه ونه غورځول شي.»
خو د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د دودیزو لاسي صنایعو ژوندي ساتلو په موخه هڅې کوي.
د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو عمومي مدیر، ثمر الدین رحماني و ویل: « موږ له موسسو غوښتي چې، د بدخشان پر پخوانیو لاسي صنایعو تمرکز وکړي څو دغه میراث وساتل شي.»
چکمن او قاقمه ژمني کالي دي چې، د اوښ او پسه د وړیو سربېره له ورېښمینو ټوټو هم جوړېږي.
د صنعتکارانو په خبره، دا مهال د بدخشان په بازارونو کې یوه چکمن چپنه له څلور زره تر ۳۰ زره افغانیو پلورل کېږي.
په دې اړه مو اندونه