Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې نندارې ته د یوه پیاوړي خطاط د لسګونو هنري پنځونو اېښودل

په هرات کې د یوه خطاط د خطاطۍ لسګونه پنځونې نندارې ته اېښودل شوې دي.

په دغو هنري پنځونو کې لسګونه بېلګې د اسلامي خطونو د سبک پر بنسټ دي.

د هرات ښار د علامه سلجوقي په تالار کې کې د نومیالي خطاط غلام یحیی هروي د خطاطۍ شپیته پنځونې نندارې ته اېښودل شوې دي.

دغو خطونه د اسلامي خطونو پر سبک کښل شوي دي.

هراتی خطاط، غلام یحیی هروي په دې اړه وايي: «د تېرو کلتوري میراثونو څخه یو، په هرات کې د نستعلیق خط دی چې موږ هڅه کوو دا کلتوري میراث وساتو.»

غلام یحیی هروي په ورځني ډول د خطاطۍ هنر مینه والو ته زده کړې ورکوي.

د دغه کار موخه د خطاطۍ هنر وده او د هېواد له زړو هنرونو سره د ځوانانو اشنا کول بلل کېږٍي.

د خطاطۍ زده کوونکی، ذبیح الله په دې اړه وايي:«استادانو د خطاطۍ هنر په برخه کې ډېره هڅه کړې ده، او موږ هم هڅه کوو چې په دې لار کې کوښښ وکړو.»

په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون فرصت برابرېدل د هرات د خطاطانو غوښتنه ده.

د دوی په خبره د افغان هنرمندان د خطاطۍ پنځونۍ کولای شي په نړیواله کچه د افغانستان د هنر استازیتوب وکړي.

د هرات د خطاطانو ټولنې مسوول، جلیل احمد توانا وايي: د لرغوني هرات په تاریخ کې د لیک، مینیاتورۍ او بېلابېلو هنرونو لارښود و، او د الله تعالی په فضل دا پروګرام تر اوسه روانه ده.»

د هنرمندانو  په خبره د ډېری اسلامي او مشهور خطونو لکه نستعلیق، شکسته نستعلیق، نسخ او کوفي پیدايښت ځای هرات دی.

دغه خطونو په بېلابېلو دورو کې پنځول شوي او ډېری هغه یې د هرات د تیموریانو په زرینه دوره کې پالل شوي او تر دامهاله هم ژوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه