د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وایي، د ملي ارشیف د بیارغونې کار څلویښت سلنه مخته تللی دی.
ملي ارشیف د هېواد د تاریخي اسنادو یو له لویو زېرمو شمېرل کېږي.
دغه ودانۍ ۱۳۰ کاله مخکې امیر عبدالرحمان خان خپل زوی امیر حبیب اله خان ته د میلمستون په توګه جوړه کړې وه.
د پوهنتون استاد، نجیب الله بهادر په دې اړه وايي: «ملي ارشیف په حقیقت کې د تاریخي اثارو ساتونکی دی او د دې اثارو ترمیم او د خلکو او سیلانیانو لپاره نندارې ته وړاندې کول ځانګړی ارزښت لري.»
د ملي ارشیف د ودانۍ د بیارغونې چارې څه باندې دوه میاشتې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پیل شوې وې او تر اوسه یې څه باندې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران وايي: دا پروژه، چې د تاریخي آثارو د بیا رغونې او ساتنې، لرغونو ودانیو مرمت او د ملي ارشیف د زیربناو ترمیم شامل دي، د ۴.۶ میلیون افغانیو په لګښت او شاوخوا شپږو میاشتو کې به بشپړه شي. تر اوسه یې کار ۴۰ سلنې پرمختګ کړی دی.»
یو شمېر فرهنګپال او لرغونپوهان هم د کلتوري میراثونو او تاریخي اسنادو د ساتنې په موخه د تاریخي ابدو او په ځانګړې توګه د ملي ارشیف بیارغونه مهمه بولي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی سلاکار، فقیر میوند هم وايي: «د افغانستان ملي ارشیف، د ملي راډیو ټلویزیون آرشیف او د کابل عامه کتابتون د هېواد له مهمو فرهنګي، تاریخي او ادبي زېرمو دي.»
په ملي ارشیف کې پر سرو زرو او لاجوردو تزیین شوې خطي نسخې، تاریخي اسناد او همداراز د پخوانیو چارواکو ځينې وسایل لکه مېز، څوکۍ او نور کاري وسایل ساتل کېږي.
په دې اړه مو اندونه