Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرپل کې فرهنګیان د امام یحیی زیارت د رغونې کار بشپړېدل غواړي

د سرپل ځینې فرهنګیان او اوسېدونکي د امام یحیی په نوم د تاریخي آبدې چې ۱۲۰۰ کاله تاریخي مخینه لري د پاتې چارو بشپړولو غوښتنه کوي.

د امام یحیی ابن زید شهید په نوم تاریخي آبده د سرپل مرکز کې موقعیت لري چې په کلني ډول زرګونه تنه هېوادوال او بهرني سیلان ددغه ځای لېدو ته راځي.

د سرپل ځینې فرهنګیان او اوسېدونکي ددغې تاریخې آبدې چې ۱۲۰۰ کاله تاریخي مخینه لري د پاتې چارو بشپړولو غوښتنه کوي.

فرهنګي فعال، علي شېر انتظار جوزجاني هم وايي: "د دې تاریخي ابدې د بیا رغونې او ترمیم لپاره باید زیات پام وشي، ځکه چې دا ابده له تاریخي او سیاحتي پلوه ډېره مهمه ده."

د سرپل اوسېدونکی، عبدالصبور عطايي په دې اړه وايي: "زموږ غوښتنه له اسلامي امارت او نړۍوالو بنسټونو دا ده چې د دغه زیارت د بیا رغونې لپاره مرسته وشي."

خو د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي په دغه ولایت کې ددغې تاریخي د بیارغونې او ترمیم چارې اویا سلنه پرمخ تللي دي او پاتې چارې به یې ډېر زر له سره پیل شي.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالغفار حقنما هم وايي: "د امام خورد زیارت، چې د امام یحیی زیارت په نوم مشهور دی، هر کال زرګونه سیلانیان ځان ته جذبوي. تر اوسه د دې زیارت د بیا رغونې ۷۰ سلنې کار بشپړ شوی او موږ وزارت ته وړاندیز کړی چې پاتې کار هم بېرته پیل شي."

د سرپل د سیمه‌ییزو مسولینو په خبره په دغه ولایت کې له دوه سوه زیاتې تاریخي آبدې یې ثبت کړي دي چې له دې ډلې یوازې ۴۴ آبدې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه