د کب ۲۰مه، د کلتوري میراثونو د ساتنې له ملي ورځې سره برابره ده. له دې سره هممهاله د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري میراثونو په ځانګړې توګه د هغو میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی، چې په یونسکو کې ثبت دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې اوسمهال د افغانستان ۹ لرغوني ابدې د یونسکو د علمي او کلتوري سازمان په نوملړ کې ثبت شوې دي او دغهراز، د بابر بڼ، د رستم تخت، د بلخ نه ګنبد جومات او ځینو نورو سیمو د ثبتېدو لپاره هم هڅې روانې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په دې هکله وايي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، چې د هرات ځینې تاریخي ځایونه، د بلخ ولایت نه ګنبد جومات، د رستم تخت او ځینې نورې سیمې د یونسکو سازمان کې ثبت ولري.»
د افغانستان کلتوري میراثونه نه یوازې د دغه هېواد د خلکو د ملي هویت بیانوونکي دي، بلکې د تېرو، اوسنيو او راتلونکو وختونو تر منځ د یوه پله په توګه نسلونو ته له یو بل سره تړاو ورکوي. دغه میراثونه د هرات له کلتوري او تمدني ښاره نیولې بیا تر غور، بامیان، بلخ، کابل او سمنګان پورې هره برخه د دې خاورې د پخوانیو تمدنونو د برم او جلال کیسه لري.
د کلتوري چارو کارپوه ولي شاه بهره په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د دولت دنده ده، چې د بسندویه بودیجې د ترلاسه کولو له لارې د دې تاریخي ودانیو د ساتنې، مراقبت او خصوصاً ترمیم لپاره پاملرنه وکړي؛ ځکه چې دا تاریخي ودانۍ، زموږ د بډایه تاریخ د ځلانتیا او زموږ د نیکونو د وړتیاوو یو ډېر څرګند مثال دی.»
د کلتورو چارو د شنونکو په وینا، له هغه وخته چې افغانستان د یونسکو د علمي او کلتوري سازمان غړی شوی، دغه سازمان د هېواد د میراثونو ساتنې ته دومره پاملرنه نه ده کړې.
د کلتوري چارو کارپوه اکرامي فندقستاني څرګندوي:«له بده مرغه په افغانستان کې له پخوانیو کلونو تر هغې، چې د یونسکو سازمان غړیتوب یې ترلاسه کړی، دغه سازمان په کافي اندازه د کلتوري میراثونو د ثبت په برخه کې پاملرنه نهده کړې؛ نه یوازې په ملموس کلتوري میراثونو کې، بلکې په غیر ملموس کلتوري میراثونو کې هم.»
د افغانستان لرغونې ابدې، چې د یونسکو په علمي او کلتوري سازمان کې ثبت شوي دي، د غلغله ښار، د ضحاک ښار، د غور د جام منار، د بامیان بودا او ځینې نورې مهمې سیمې پهکې شاملې دي.
په دې اړه مو اندونه