Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۴۰۳ کال کې د افغانستان د تاریخي اثارو د خوندیتوب هڅې او ننګونې

په ۱۴۰۳ کال کې د تاریخي او فرهنګي اثارو او ابدو د خوندیتوب په برخو کې هم ځینې ګامونه پورته شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، دغه کال کې یې د څه باندې ۷۰۰ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې او په بېلابېلو ولایتونو کې یې څه باندې ۲۰۰ تاریخي ساحې کشف او ثبت کړې دي.

افغانستان د خپل بډایه تاریخ او کلتور په لرلو سره تل د لرغونو او تاریخي اثارو د لېوالتیا لپاره په زړه پوری ځای پاتې شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران و ویل: «په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په بندرونو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټیمونه توانېدلی چې د ۷۱۰ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی وکړي، چې قاچاق‌کوونکو غوښتل د ځمکی او هوا له لارې یې له هېواده وباسي.»

تاریخي اثار او لرغونې ځایونه په ټوله نړۍ کې د هېوادونو د کلتوري هویت په ساتلو کې مهم رول لوبوي. افغانستان کې د لرغون پېژندنې کار دوام لري او یوازې په ۱۴۰۳ کال کې په بغلان، سرپل، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې دوه سوه تاریخي او لرغوني اثار کشف او ثبت شوي دي. دا موندنې د دې خاورې کلتوري او تمدني بډاینه ښیي، چې له پېړیو راهیسې د سترو تمدنونو ځای دی.

د فرهنګی چارو کارپوه، اکرامي فندقستاني و ویل: «تاریخي او باستاني اثار د یوه هېواد له ارزښتناکو فرهنګي، هویتي او تاریخي شتمنیو دي. په ځانګړې توګه زموږ د هېواد لپاره د دغو اثارو موندنه سمې ساتنې ته اړتیا لري.»

خو سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو او پوهانو په ځلونو د تاریخي زېرمو د ویجاړېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

کورني سېلاني، میر رحیم و ویل: «د دې منار ویجاړېدل به نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ستر فرهنګي ناورین وي.»

روان کال بیا کابل، هرات، کندهار او غور کې ۱۳ تاریخي ابدې بېرته رغول شوې دي.

فرهنګي کارپوره، ولی‌شاه بهره و ویل: «د دولت مسوولیت دی چې د کافي بودیجې په برابرولو سره د دغو تاریخي ودانیو خوندیتوب او بیارغونې ته جدي پاملرنه وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېر کال د تاریخي ځایونو د بیارغونې، د فرهنګي ارزښتونو او ملي ژبو د خونديتوب په موخه ځینې کمېټې هم ګومارلې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه