د هرات زاړه سرپوښلي بازارونه د پېړیو په تېرېدو لاهم دنګ ولاړ دي. د فرهنګي چارو د شنونکو په خبره، دغه بازارونه پخوا سیمه کې د راکړې ورکړې مهم مرکزونه ګڼل کېدل.
د ځینو دغو پخوانیو بازارونو چتونه د طبیعي پېښو او تېرو جګړو له امله نړېدلي خو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست یې د بیارغونې ډاډ ورکوي.
په دې سرپوښلو بازارونو کې هټۍوال، علي قاسمي طلوعنیوز ته وایي: «د دې بازار ارزښت ډېر لوړ دی. سېلانیان راځي او لیدنه یې کوي. دا یو تاریخي او د لیدو وړ ځای دی او ډېر خلک، په ځانګړي ډول له بهرنیو هېوادونو د لیدو لپاره دلته راځي.»
دغو بازارونو کې د ورېښم اوبدلو یوې کارخونې مسوول، محمد ناصر و ویل: «بهرنیان راځي، انځورونه اخلي، ویډیو کوي، ځکه دا یو تاریخي ځای دی او شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ کلونو پخوا جوړ شوی دی.»
محمد انور، چې شاوخوا ۶۰ کاله کېږي په دې سرپوښلي بازار کې هټۍ لري، وایي دی د دې زوړ بازار په ښه او بده ورځ کې ملګری پاتې شوی دی.
هټۍوال، محمد انور و ویل: «دا یو ډېر زوړ بازار دی. خلک له په کور دننه او بهر راځي، له دې ځایه لیدنه کوي. ټول خلک دا تاریخي ځای خوښوي او هيله لري چې ویجاړ نه شي. که څوک راشي او وغواړي چې یوه خښته له دې ځایه یوسي یا څنګ ته رنګ ووهې، موږ اجازه نه ورکوو چې دې ځای ته زیان ورسوي.»
طبیعي پېښې او د تاریخ لوړو ژورو له امله د دغو سرپوښلو ځینې بازارونه زیانمن شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس، احمدالله متقي و ویل: «ډېری سرپوښلي ځایونه د تیر کال زلزلې له امله زیانمن شوي وو، چې بیارغول شوي دي. موږ لا هم پوره پاملرنه ورته لرو. هر څه چې اړتیا وي، د خلکو په همکارۍ او د ابداتو امریت له لوري به یې ستونزې نورې هم حل شي.»
د هرات زاړه ښار سرپوښلی بازار په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې جوړ شوی دی. دغه بازار د هرات زاړه ښار په عراق دروازې، ملک دروازې، کندهار دروازې او خوش دروازې کې جوړ شوي وو. د دغه بازار ډېره برخه د طبیعي پېښو او یا هم د تاریخ په اوږدو کې د جګړو له امله ویجاړه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه