د هرات د ورېښمو اوبدلو صنعت له ځوړ سره مخ دی.
۷۰ کلن امين الله د خپل عمر ۶۰ کلونه د ورېښمو د اوبدلو له ماشين سره تير کړي دي.
د امين الله د ځوانۍ ورځو تېرېدو سره، د هغه هنر هم له پام لوېدلي دی.
هرات کې د ورېښمو اوبدونکی، امین الله وايي: «کابو ۲۰۰ دستګاه په هرات کې فعالې وې؛ خو اوس یې شمېر یوازې تر ۱۰ دستګاه پورې راښکته شوی دی. د ورېښم اوبدونې صنعت د له منځه تګ سره مخ دی. د دغه صنعت د پرمختګ لاره دا ده چې خلک د کورنیو ابریشمي لګۍ، شال او دستمالونو استفاده وکړي او نور په بهرنیو توکو تکیه و نه کړي.»
د ورېښمو یو بل اوبدونکی، محمد امیر هم وايي: «پر دې سړک ټول ورېښم اوبدونکي وو خو له څو کلونو راهیسې چې چینایي دستمالونه راغلل، ډېری ورېښم اوبدونکي وزګار شول او یا یې د کار بدلولو ته مخه کړه.»
د هرات د زاړه ښار په زړه کې د وريښمنو جامو د پلور بازار دی.
د تېر پرتله د دغه بازار پېرېدونکي هم کم شوي دي.
ورېښمو پلورونکی، علي رضا حسیني بیا وايي: «د هرات په بازار کې د پاکستاني او چینایي توکو د زیاتوالي له امله، د ورېښم بازار خپل پخوانی رونق له لاسه ورکړی دی.»
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ډاډ ورکوي چې؛ په دغه ولایت کې د ورېښمو د لرغوني صنعت ودې ته ژمن دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ او هنر امر، حمیدالله غیاثي په دې تړاو وايي: «د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپل نوبت سره د ورېښم اوبدنې صنعت جدي ملاتړ کړی دی. په دارالفنون هریوا کې چې د هرات تاریخی ارګ (قلعه اختیارالدین) کې ده، موږ د ورېښم اوبدنې صنعت لپاره یوه برخه ځانګړې کړې ده.»
د ورېښمو اوبدل هرات کې له پخوا راهيسي دود دی او زياتو کسانو تېر کې له ورېښمنو جامو ګټه اخستل، خو له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له چين او پاکستان څخه د ټيټ کيفيت ورېښمو وارداتو د هرات د ورېښمو سيمه ایز صنعت له ځوړ سره مخ کړی دی.
په دې اړه مو اندونه