د پکتیا د څکمنۍ ولسوالۍ ځوانانو د یوې مېلې په جوړولو سره خپل مشران ستایلي او تر مرګ وروسته د ستاینې دود یې مات کړی دی.
دغه ځوانان وايي، لا هم په ټولنه کې په بدو کې د نجونو ورکړه، لوړو ولورونه او ځینې نور ناوړه دودونه شته چې باید پایته ورسول شي.
د پکتیا د څمکنۍ ولسوالۍ اوسېدونکي، امیر ارین و ویل: «د دغې غونډې او مېلې هدف د ناوړه دودونو له منځه وړل و چې خپل قومي مشران او ځوانان په عزت ژوند وکړو، تر مرګ وروسته د ستاینې دود ختم کړو او په ژوندوني د مشرانو او ځوانانو درناوی وکړو.»
د څمکنۍ ولسوالۍ بل اوسېدونکي، بهرام افغان و ویل: «د ناوړه دودونو له ډلې په بدو کې د نجونو ورکول، د جونو او ځوانانو د خوښۍ خلاف ودونه او داسې نور مسایل شته چې ځینې له منځه تللي او ځینې لاهم شته.»
د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ دغه ځوانان او اوسېدونکي وايي، د مشرانو نمانځنې سره د خوشحالۍ احساس کوي او د هغوی په لاره تلل د بریالیتوب راز ګڼي.
د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالبصیر پردېس په دې اړه وایي: «مشرانو ته احترام لرو، ځکه هغوی نمانځو چې هغوی تجربه لرونکي خلک دي، د عمر په تېرېدو تجربه حاصلیږي، د هغوی کړنې په تاریخ کې ثبت شوي، له بدو چارو ډډه وکړو او د مشرانو په لار روان شو.»
قومي مشر، بختر ګل رحمي و ویل: «په هره معامله کې باید له مشرانو مشوره واخیستل شي، ځکه هغوی ته پایلې مالومې دي، تاریخ ورته مالوم وي، لکه یوه ویاله جوړیږي له مشرانو سره باید مشوره وشي.»
د پکتیا قومي تړې او جرګې د ټولنیزو ستونزو د هواري په برخه کې اغېزناکې ګڼل کیږي.
په دې اړه مو اندونه