Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسټرالیا کې د «ګان» فلم څلورم فېسټيوال

د «ګان» فلم څلورم فېسټيوال چې د هغه بنسټ اېښودونکی یو افغان دی، له څو ورځو راهیسې په اسټرالیال کې جوړ شوی دی.

په دې څو ورځو کې د افغان سینماګرانو فلمونه، د اسټرالیا په څو ښارونو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه فېسټيوال د جوړونکو په وینا، سږ کال په دغې فېسټيوال کې ۴۷ فلمونه نوماند شوي چې ډېری یې د ښځو، ماشومانو او د هغو ځوانانو په اړه دي چې په افغانستان کې د دود او عنعنو او یا هم سیاسي - پوځي اوضاع له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. 

له هغو فلمونو څخه چې په دغه فېسټیوال کې د جایزې لپاره نوماند شوي د تېرې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو اووه فلمونه د څارونکو لخوا د استرالیا په ادلاید ښار کې نندارې ته ایښودل شوي او ټاکل شوې د روانې اوونۍ په دوشنبې هم په ملبورن ښار کې دغه فلمونه نندارې ته کېښودل شي.

د دغه فېسټیوال جوړونکي د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ اړیکو په شان مسلې بیانول د دې هنري پروګرام یوه اصلي موخه ګڼي.

په اسټرالیا کې د ګان د فلمونو فېسټیوال بنسټګر فهیم هاشمي په دې اړه وايي:«موږ په اسټرالیا کې، یو ۵۷ کلن تاریخ لرو چې سربان افغانان په ۱۸۶۰ز کال کې اسټرالیا ته راغلي وو. د هغه پر بنسټ، د دغه فېسټیوال نوم «ګان»اېښی دی. «ګان» د افغانانو د نوم لنډيز دی او دا فېسټيوال کابو د خپل په څلورم کال کې دی چې جوړېږي.»

د دغه فېسټیوال د څارونکي پلاوي غړي د اسټرالیا د سینما لوبغاړي دي.

د ګان د فلمونو فېسټیوال څارونکی ادل هان په دې اړه وايي:«ځینې فلمونه په فوق العاده توګه له زړه راوتلي او په حیرانونکې توګه کیسې بیانوي، دغه فلم جوړونکي واقعا په مینې او وړتیا سره توانېدلي په زړه پورې فلمونه جوړ کړي.»

د ګان د فلمونو فېسټیوال څارونکی روسل جنکینز هم وايي:«هغه کسان چې دا فلمونه یې جوړ کړي د فلم جوړونې په برخ کې یې ښې زده کړې نه دي کړې او همداراز غوره او تازه وسایل یې نه لرل خو د دغو فلمونو په جوړولو سره توانېدلي په اغېزمنه توګه ځانونه مطرح کړي.»

له ۴۷ فلمونو څخه چې ددې فسیتوال لپاره نومان شوي ډېری یې په افغانستان کې جوړ شوي دي. له اوو فلمونو چې په دغه فېسټیوال کې نندارې ته اېښودل شوي یو به د فلم غوره جایزه واخلي.

شریک یي کړئ