مهشوره امریکایۍ ادا کارې انجلینا جولي د «وېنز» په شپږاویایم نړیوال فېسټیوال کې د «حوا، مریم او عایشه» فلم ګډون ملاتړ وکړ.
دا فلم د جمعې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) په دغه فېسټیوال کې نندارې ته وړاندې کېږي، دا فلم د درې افغان مېرمنو د ژوند ستونزې چې متفاوته ټولنیزه مخینه لري، انځوروي.
انجلینا جولي په یوه لیک کې، له دغه فلم څخه ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې دا فلم په ظرافت او اغېزمنتیا سره جوړ شوی دی.
هغې ویلي:«هر فلم چې په افغانستان کې جوړېږي، د نابرابریو په وړاندې یوه بریا ده.»
دا امریکایۍ اداکاره زیاتوي د افغانستان په ستونزمنو حالاتو کې دا فلم د دې ښودنه کوي چې په مېلیونونه مېرمنې د ازادۍ، خپلواکۍ او د ټاکنو د حق سزاوارې دي چې له ټولنې لیرې او د کورونو په پستونو کې دي.
د حوا، مریم او عایشه فلم توانېدلی چې د ونېز شپږاویایم نړیوال فېسټیوال کې چې ټاکل شوې ده د اګسټ له ۲۹مې د سپټمبر تر اومې جوړه شي لاره موندلې. دا فلم، په دغه فېسټیوال کې د غوره داستاني فلم په برخه کې نوماند شوی دی.
دا فلم د ځوانې افغان فلم جوړونکې صحرا کریمي له خوا جوړ شوی چې صحرا کریمي اوس د «افغان فلم» رییسه ده:«زه خوشحاله یم چې د افغانستان له سینما، په دغه مهم فېسټیوال کې مهم استازی لرو... خوشحاله یم چې مېرمن انجلینا جولي بیا هم افغان فلم جوړونکي هېر نه کړل په ځانګړې توګه افغان مېرمنې فلم جوړونکي او د خوښۍ او مبارکۍ پيغام راواستوه. او له دې لارې یې وغوښتل چې نړۍ د افغانستان مېرمنو ته متوجه وي او وکړای شي افغانستان یوه نوې نړۍ وګڼي.»
اغلې کریمي زیاته کړه:«موږ د ویلو لپاره ډېرې کیسې لرو او زه خوشحاله یم چې نن په دغه ستر فېسټیوال کې له افغانستانه استازیتوب کوم او د افغانستان بیرغ د نړۍ د ټولو بیرغونو په منځ کې ځلېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې انجلینا جولي په یوه لیک کې، د افغان فلم د رییسې په توګه د صحرا کریمي د ګومارلو مبارکي ویلې وه.
په دې اړه مو اندونه