Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

انجلینا په یوه لیک کې صحرا کریمي ته د افغان فلم ریاست مبارکي وکړه

د هالیوود وتلې او مشهورې سینمايي لوبغاړې انجلینا جولي، د افغان فلم نوې رییسې صحرا کریمي ته په یوه لیک کې د هغې دغه مقام ته د رسېدو مبارکي ورکړې ده.

مېرمن جولي په دغه لیک کې د افغان فلم د رییسې په توګه د مېرمن کریمي ګومارل نړۍ ته د افغانستان د داستانونو او کلتور پېژندې د نوي فصل پرانیستل بولي.

هغې په دغې لیک کې د صحرا کریمي ګومارل تاریخي بللي او هغه یې د ځان او نړۍ د ډېریو نور لپاره الهام بښوونکې بللې ده.

پېژندل شوې فلم جوړونکې صحرا کریمي دغه ریاست ته یې په یوې سیالۍ کې لاره ومونده او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا صحرا کریمي په خپلې دې بریا سره یې ویاړ خپل کړ.

مېرمن کریمي نن (یکشنبې د غوايي په ۲۹ مه) په رسمي توګه خپل کار یې په افغان فلم کې پيل کړ:«لومړی مې فکر وکړ چې ښايي ټوکه وي! و مې ویل شونې نه ده. یو لیک دی چې تاسې یې له یو کس څخه ترلاسه کوئ چې د کسیزې خوشحالۍ جنبه لري؛ خو یو دا دی چې تاسې یو ملاتړ پيدا کړئ یعنې دا چې ویینې مثلاً په دې پوست کې زما راتګ او یا ګومارل، په واقعت کې حتا هغه کسان چې په افغانستان کې ژوند هم نه کوي خوشحاله کړي دي.»

له دې ټولو سره سره مني چې لا تراوسه  د لارې پېل ورته ګران دی.

صحرا کریمي، نن رسماً د افغان فلم د رییسې په توګه کار پيل کړ.

په داسې حال کې چې په نوي کار که یې ځیني څېزونه له روحیې سره ډېر اړخ نه لګوي.

په افغان فلم کې یې د کار پر لومړۍ ورځ د مېز پر سر ایښي ګلان تر بل هر څه ډېر ددې ښودنه کوي چې باید له همدې اوس نه بېرته د پرمختګ ورځو ته د دغه بنسټ د ستنولو هڅې وکړي.

 دا د افغانستان یوازینۍ سینمایي اداره ده چې پر نورو ستونزو سربیره یې تر شپیتو زیات کارکوونکي تر بل هر څه ډېر په هغو معاشونو پورې تړلې دي چې اخلي یې؛ او په دې لړ کې د هغوی له ډلې نژدې شل تنه له خپلو دندو د ګوښه کېدو له خطر سره مخ دي.

شریک یي کړئ