Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ؛ د سوله‌ییز ذهنیت جوړولو په خاطر د نقاشۍ نندارتون

 بلخ کې د نقاشۍ هنرمندانو «د سولې په هنداره کې نقاشي» تر سرلیک لاندې د سولې اړوند د نقاشۍ نندارتون جوړ کړ.

دغه نندارتون نن یکشنبه (د تلې ۲۲مه) ماسپښين مهال د مزار شریف ښار کې پرانیستل شو او تر دوو ورځو به دوام وکړي.

د دې نندارتون جوړونکي عزیزالله توخي وویل، خلک له جګړو ستړي شوي او غواړي د نقاشۍ د هنر له لارې د سولې پیغام تر خلکو ورسوي. 

هغه وویل، دلته لسګونه اثار په همدې هیله نندارې ته وړاندې شوي، خو د نندارتون لپاره  ځای مناسب نه ګڼي: «که موږ یو سم نندارځای لرلی نو بیا به د مزار شریف ښاروالۍ په خلاصه فضا کې د نندارتون جوړولو ته نه اړ کېدلو.»

هغه زیاته کړه:«موږ په افغانستان کې د هنرمندانو اتحادیه نه لرو، باید یوه اتحادیه ولرو چې زموږ ستونزې له حکومت سره شریکې کړي.»

د دې نندارتون یوې ګډونوالې چې خپل اثار يې هم نندارې ته وړاندې کړي دي، وویل له دوو کلونو راهیسې د نقاشۍ له هنر سره اړیکه لري.

فرزانه اخلاقي یو ویشت کلنه ده او تر اوسه يې پنځه هنري اثار تخلیق کړي دي، هغه وايي:«پنځه هنري اثار لرم چې ټول نقاشي دي، او د ټولو پیغام سوله ده.»

فرازنې اخلاقي پخپلو ځينو تابلوګانو کې سپينې کوترې د الوت پر حال نقاشي کړي او همدارنګه په ارامه فضا کې یو بزګر پخپل کار بوخت ښکاري.

د عاطفې په نوم بلې نقاشې وویل: «موږ غواړو د هنر له لارې سوله وړاندې کړو، هنر د سولې لپاره ډېر ښه رول لوبولی شي.»

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق وايي:«دا نندارتون دې ته زمینه برابروي چې خلک له هنر او فرهنګ سره یو چلند ولري.»

د دې نندارتون ډېری نندارچیان ځوانان دي، د مزارشریف اوسېدونکی فهیم وايي: «دا ډول نندارتونونه موږ سوله‌ییز ژوند کې فکر او د تاوتریخوالي انکار ته ژمن کوي.»

د نندراتون جوړونکي هیله لري، چې له همدې لارې په خلکو کې له ژوند سره مینه پیدا کړي او د تاوتریخوالي پر ضد یو ګام واخلي.

شریک یي کړئ