Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د ښځو لخوا د کورنیو تولیداتو نندارتون

بلخ ولایت کې یو شمېر سوداګرو ښځو خوراکي توکي او په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کړي او دغه نندارتون چې شنبې(د کب په ۱۷مه نېټه) پیل شوی درې ورځې به دوام وکړي.

د نندارې ګډونکوونکې ښځې وايي چې نندارتون یې د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او دغو توکو سره د خلکو اشنايي لپاره په لاره اچولی دی.

سوداګره، ارزو چې کلچې او کیک یې نندارتون کې د خرڅلاو لپاره راوړي دي وايي:«د دغه ډول نندارتننون ښه وال دا دی چې موږ لا ډېر خلکو ته معرفي کوي.»

بله مېرمن، سیما هاشمي هم نندارې ته  په لاس جوړ شوي توکي وړاندې کړي:«دا نندارتون دا ښکاره کوي چې مزار کې هم داسې مېرمنې شته چې د صنعت په بره کې کار کوي.»

د ننداره کوونکې، وحیده د صنعت په برخه کې د ښځو کار ستايي او د ښځو زړه ورتیا ستايي.

هغه زیاتوي:«دا چې مېرمنې راځي او زړه ورتیاښیې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي، دا خپله لویه خبره ده.»

بله ننداره کوونکې، ازاده زیاتوي:«د مېرمنو دهڅونې لپاره ډېره ښه د ه چې له دې لارې خپله سوداګري پراخه کړي.»

په همدې حال کې د بلخ د صنعت او تجارت رییس، شېراحمد سپاهي زاده د نندارتون په تړاو وايي:«په نندارتون کې نېږدې څلوېښت غرفې اېښودل شوې دي او موخه یې د بلخ تولیداتو سره د خلکو اشنايي ده.»

 په همدې حال کې د بلخ د صنعت او تجارت وايي چې اوسمهال په دې ولایت کې له دوو زرو ډېرې ښځې پر سوداګریزو کارونو بوخت دي.

سوداګرې ښځې وايي چې نندارتون یې د بلخ ولایت د صنعت او تجارت ریاست او د ښځو سوداګرۍ خونو په همکارۍ په لاره اچولی دی

شریک یي کړئ