د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې طلاتپه، د جوزجان لایت په شبرغان ښار کې یو له لرغونو پاتې شونو څخه چې دوه زره کاله مخینه لري، حفاظتي دېوالونو ته اړتیا لري.
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي د هغو پاتې شونو د ساتنې لپاره چې له دغه لرغونې ځای څخه ترلاسه کېږي، ودانۍ جوړه شي، په دغه ولایت کې به د ګرځندویۍ صنعت وده وکړي.
د افغان او روس د لرغون پېژندونکو یوې ډلې، د ۱۳۵۷ کال په مني کې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په پنځه کیلومترۍ کې د طلاتپې خزانه کشف کړه.
دغه طلايي خزانه چې په نړۍ کې د سرو زرو یو له لویو خزانو شمېرل کېږي، شاوخوا ۲ زره کاله تر خاورو لاندې وه.
د جوزجان د اطلاعاتو او کتلور رییس عظیم الله رحمانیار په دې اړه وویل:«لږ تر لږه دېوال دې ترې تاو شي چې د یوه تاریخي ځای په توګه خوندي شي او د دغې سیمې په شاوخوا کې، دوه خوندې د موزیم په توګه جوړې شي او د طلاتپې کشف شویو اثارو انځورونه دې په دغه موزیم کې خوندي او وساتل شي.»
طلا تپه د کوشاني قبایلو ته منسوب بلل کېږي. دغه قبایل د نړۍ د تر ټولو مهمې لویې لارې یعنې د ورېښمو پر لارې څارنه درلوده او د دغې لارې قومنداني یې په غاړه لرله.
له دې سره سم، د جوزجان فرهنګپال وايي د لرغون پیژندونکو ډله په دې بریالی شوې وه چې، له شپږو کېندل شویو کبرونو، څه باندې ۲۲ زره لرغوني توکي ترلاسه کړي؛ خو د امنیتي ګواښونو له امله ونتوانېدل چې، اووم کبر راوسپړي؛ خو وروسته بیا د لرغونو توکو د قاچاقچیانو له لوري ولوټل شو.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتوري او ګرځندویۍ چارو امر کرامت الله عزیزي په دې اړه څرګنده کړه:«د طلاتپې له لرغونې سیمې کابو ۲۲زره ابدې ترلاسه شوې دي چې یو له هغو طلايي قوچ (یو ډول پسه) دی.»
په جوزجان ولایت کې ۴۳ لرغوني توکي شته چې د ځینو توکو مخینه یې تر ۲ زرو کلونو پورې رسېږي.
فرهنګپال جان محمد حبیبي وايي:«زموږ تاریخي ځایونو ته باید ډېره پاملرنه وشي، چې موږ ډېر لیدونکي ولرو.»
اوس طلاتپه د خلکو کرنیزو ځمکو په منځ کې پرېښودل شوې، هغې ته رسېدلې لارې هم ډېرې خرابې دي او د سیمې اوسېدونکي له اړوندو مسوولینو غواړي چې د دغې لرغونې تپې د ساتنې لپاره باید ګردچاپېره دېوال راتاو کړای شي.