Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داسې هیله چې ژوند کې نه بلکې له مړینې وروسته پوره شوه

اوولس کلنه راحله زده کوونکې وه او څلور میاشتې مخکې د کابل په لوېدیځ د موعود ښوونیز مرکز کې د ځانمرګي برید له امله ووژل شوه. هغي هیله لرله چي کتابتون جوړ کړي.

د راحلې ورور د خپلې خور له مرګ وروسته، د هغې د جنازې مراسمو د لګښت له پيسو او همداراز زر ډالره د هغي جایزې پيسې چې ورور یې پوهنتون ته د هغې د لارې موندلو لپاره ورسره ژمنه کړې وه د راحلې په نوم کتابتون جوړ کړی دی.

د راحلې ورور حمیدالله رفیع په دې اړه وویل:«هغوی هم پوه شي چې نه شي کولای موږ د قرباني د ورکړې سربېره له پرمختګ او د پوهې له لارې وګرځوي.»

د راحلې ورور وايي جګړه د حل لاره نه ده خو د نوموړې په وینا سولې ته رسېدل باید د تېرې څه باندې یوې نیمې لسیزې د لاس ته راوړنو په تېره بیا د نجونو د زده کړو د حقونو د خوندیتوب په شرط وي.

ښاغلي رفیع څرګنده کړه:«زه په سوله باور لرم او د افغانستان د خلکو هیله هم دا ده چې هېواد کې تلپاتې سوله رامنځته شي، ټولې لاسته راوړنې چې لرو خوندي وي.»

په دغه کتابتون کې په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۴۵۰۰ کتابونه او همداراز په اویا زره کتابونو سره انټرنیټ پاڼه جوړه شوې او د ورځې تر اویا تنو پورې دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورځي. 

عاقله چې زده کړیاله ده او دغه کتابتون ته راغلې داسې وايي:«د دغو شهیدانو وینه تر پښو لاندې نه شي، دوی زموږ په خاطر ووژل شول او وینه یې تویه شوه او هیلې یې له خاور سره خاورې شوې، او د دوی د هیلو لپاره باید هڅه وکړو.»

بل زده کړیال  ذاکر حسین فرهنګ هم وویل:«افغانستان به هغه مهال پرمختګ وکړي چې زموږ ټول وګړي زده کړه دود کړي.»

هېوادوال هم وايي دایمي سولې ته رسېدل د افغانانو یوازينۍ هیله ده خو باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې خوندي وي. 

د راحلې ورور د خپلې خور له مرګ وروسته، د هغې د جنازې مراسمو د لګښت له پيسو او همداراز زر ډالره د جایزې پيسې چې ورور یې پوهنتون ته د هغې د لارې موندلو لپاره ورسره ژمنه کړې وه د راحلې په نوم کتابتون جوړ کړی دی.

شریک یي کړئ