Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د جګړې په اړه د ۱۲ځواکمنو فلم نندارې ته وړاندې شو

په بلخ کې د جنرال عبدالرشید دوستم او طالبانو ترمنځ د جګړې په اړه جوړ شوی امریکايي فلم په دغه هېواد کې نندارې ته وړاندې کړل شو.

دا فلم د «اسپ سپرو سرتېرو» د داستان پر بنسټ جوړ شوی دی.

د اسپ سپرو سرتېرو داستان هغه داستان دی چې افغانستان کې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د واقعي پېښو پر بنسټ جوړ شوی او د شمالي ټلوالې په ځانګړې توګه د امریکې په ملاتړ د طالبانو پر ضد د جنرال دوستم جګړه انځور کړل شوې ده.

د ۱۲ ځواکمنو نوم هغو ۱۲ امریکايي وسله‎والو ته اشاره ده چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ازبکستان له لارې افغانستان ته راغلي او د جنرال دوستم د وسله‎والو کسانو ترڅنګ، د طالبانو پر ضد جنګېدل.

د دغو ۱۲ سرتېرو له راتګ څخه مخکې، د «سي ای اې» جاسوسان د شمالي ټلوالې له مشرانو او قومندانانو سره ویني او د پیسو له ورکړې سره، الکولي څښاک (وډکا) او ډالۍ سره هغوی له امریکايي سرتېرو سره همکارۍ ته رابولي.
 
دا فلم ۱۲ ځواکمن نومېږي او د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ د امریکا په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

شریک یي کړئ