د"افغانستان سکېټ بورد نجونې" په نامه فلم د بفتا په نامه د برېټانیا فلم اکاډمۍ جایزه واخیسته.
یادې اکاډمۍ تېره شپه(د سلواغې په ۱۳مه نېټه) د جایزو ګټونکي اعلان کړل.
د"افغانستان سکېټ بورد نجونې" فلم د افغانستان په یوه جنګي حوزه کې د نجونو د سکیټ د زده کولو بهیر ښکاره کوي.
دغه فلم د لنډو فلمونو په برخه کې دغه معتبره جایزه خپله کړې ده.
دغه فلم د کارل په نامه د یوې امریکايي فلم جوړونکې لخوا جوړ شوی، چې تېره شپه یې جایزه هم ترلاسه کړه.
د بریټانیا فلم اکاډمۍ جایزې مراسم چې لندن کې ترسره شول، د غوره فلم، غوره ډایرکټري، غوره تصویر اخیستنې، غوره غږ اخیستنې، غوره صحنې او ځانګړي لید جایزه د سام مندس، ۱۹۱۷ په نامه فلم ته ورکړل شوه.