Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیت د تأمین د څرنګوالي په اړه د تیاتر د نجونو ننداره

د هېواد د تیاتر یو شمېر همکارو نجونو دا ځل په هېواد کې د امنیت د تأمین او د ترهګریزو فعالیتونو پای نندارې ته وړاندې کړ.

دغو هنرمندانو وښوده چې له ترهګرۍ سره مبارزه او په هېواد کې د سولې او ټیکاو ټینګښت له امنیتي ځواکونو سره د خلکو له مرستې پرته ناشونې ده.

هغوی زیاته کړه چې د تیاتر د هنر پراختیا د دوی له اصلي موخو څخه ده.

دغه نندارتون " این وطن بی ما وطن کی می شود" تر نامه لاندې ترسره شو.

د نهاد جوان افغان در عصر نوین بنسټ اجرائيه رییس محمد آهنګران په دې اړه وویل:«زموږ د هېواد خلک فکر کوي چې د امنیت ټینګښت یوازې د امنیتي ځواکونو کار نه دی.تر هغه وخته چې خلک له امنیتي ځواکونو سره ونډه وا نه خلي او د امنیت په تأمین او ښاري نظم کې همکاري ونه کړي په هېواد کې د ترهګریزو پېښو پای ته رسول ناشوني دي.»

ستاره د دغه ننداره کې یوه لوبغاړې ده او د داسې نجلۍ رول لوبوي چې غواړي پولیسه شي خو د مېړه کورنۍ یې په دې باور ده چې نجونې او ښځې نه‎شي کولای د پولیسۍ دنده ترسره کړي.

تیاتر له هغو هنرونو څخه دی چې په هېواد کې یې پراختیا موندلې،خو د دغه پروګرام جوړونکي وايي چې دا هنر په افغانستان کې نه ستایل کېږي.

 که څه هم چې د دغې نندارې لیدونکي ډېر نه دي خو دا کم کسان د تیاتر له لیدو خوند اخلي او ستاي یې.

په کور بوخته ښځه جمیله نادر په دې اړه وايي:«ښه ننداره وه.ښه پيغام یې درلود چې موږ باید د خپلو اولادونو غوښتونو ته ارزښت او اهمیت ولرو او خپلو لوڼو او ښځو ته اجازه ورکړو چې د پولیسو له لیکو سره یوځای شي او د هېواد د امنیت په ټینګښت کې له نارینه وو سره ونډه واخلي.»

شریک یي کړئ