Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جاپاني ډاکټر کیسه چې د افغان ماشومانو لپاره یو غوره لارښود شوی

د «ګهوارې خپرندوی» په دې وروستیو کې دوه نوې کيسې د جاپاني ډاکټر تتسو ناکامورا د ژوند په هکله، چې تېر کال د ناپېژانده وسله والو له خوا په ننګرهار کې ووژل شو لیکلي دي.
 
دغه دوه کتابونه، د «کاکا مراد» او «کاکا مراد او جادويي صندوق» د ذبیح مهدي او حضرت وهریز له خوا لیکل شوي دي او دغو دوو کتابونو انځورونه هم د ایراني او روسي انځورګرو له خوا کاږل شوي دي.

د ماشومانو لپاره د دغو کتابونو لیکوالان وايي چې د ناکامورا ژوند د مهربانۍ او انسانیت لارښونې دي او د ماشومانو ادبیاتو ته د هغه د کیسو له لېږدولو سره یې غوښتي دي چې د افغان ماشومانو فکري بېلګه بدله کړي. 

له دې مخکې د افغان ماشومانو په درسي کتابونو کې د جګړې اتلان ځای پر ځای شوي وو او د هغوی به اړه خبرې شوې وې.
           
لیکوال ذبيح مهدي په دې اړه وايي:«موږ په همدې انګیزه په کار پیل وکړ چې غواړو افغان ماشومانو ته متفاوتې چلني بېلګې وړاندې کړو او یو له دغو نمونو کولای شي ډاکټر ناکامورا وي، زموږ ماشومانو ته ورښيي چې څه ډول له لږ امکانانو څخه په استفادې، ډېره استفاده وکړي او د دې لامل شوو چې په خپل شاوخوا کې ډېر بنسټیز او مهم بدلونونه رامنځته کړو د خپل او د  خپل چاپېریال ژوند ته بدلون ورکړو.»

کاکا مراد او جادويي صندوق چې لیکوال یې حضرت وهریز دی؛ د یوه بې وزله ماشوم د ژوند کیسه ده چې کاکا مراده له هغه غواړي د مهربانۍ او عقل پر ځای کارول ور زده کړي.
      
لیکوال حضرت وهريز وویل:«د مهربانۍ وړاندې کول او د خدمتونو عرضه کول چې چا له تاسو نه وي غوښتي او تاسې د هغه ترسره کولو ته اړ نه وئ، لویي ده او پر ځان متکي د خلکو یوې ډلې ته د لارونو ښودل، د حکمت او پوهې نښه ده. دقیقاً هغه کار چې ډاکټر ناکامورا د افغانستان لپاره ترسره کړي دي.»

تتسو ناکامور را د یوه جاپاني بنسټ رییس و، چې په افغانستان کې یې د اوبو او ځنګلونو د مدیریت په برخه کې همکاري کوله. هغه په کلونو د افغانستان د خلکو لپاره د ننګرهار په څو ولسوالیو کې کار وکړ.

هغه د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشت کې په ننګرهار ولایت کې په وسله وال برید کې ووژل شو. هغه د افغانستان اعزازي وګړیتوب درلود. د هغه مړینه له ډېرو غبرګونونو سره مخ شو. 

تتسو ناکامورا، د یوه جاپاني بنسټ رییس و چې د خپل ژوند ۳۰ کاله یې د افغانستان د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره یې ځانګړي کړي دي.

شریک یي کړئ