Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جګړې د قربانیانو په یاد د هنرسالار ډلې له خوا د غاټول ګل نقاشي

د هنر سالار ډلې د خپلو هنري پنځونو په لړ کې دا ځل کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دېوال د غاټول ګلان نقاشي کړل.

د هنر سالار ډلې مسوول امید شریفي وايي چې تراوسه ۲۵ زره د غاټول ګلان د هېواد د څلورو ولایتونو په دېوالونو نقاشي کړي دي چې هر غاټول ګل په هېواد کې د جګړې د قرباني استازيتوب کوي.

ښاغلي شریفي په دې اړه زیاته کړه:«موږ تراوسه د افغانستان په څلورو ولایتونو کې ۲۵ زره د غاټول ګلان نقاشي کړي دي. له دې موخه دا ده دا چې د افغانستان خلک هره ورځ وژل او شهیدان کېږي یوازې یو شمېر نه دی، بلکې دوی هغه انسانان وو چې هیلې یې لرلې او غوښتل یې چې ژوند وکړي خو له بده مرغه په ناځوانۍ سره په شهادت رسېږي او موږ وغوښتل لږ تر لږه د یوه غاټول ګل سره له هر شهید څخه یادونه وکړو.»

د ښاغلي شریفي په مشرۍ سره د هنرسالار ډله د جګړې د قربانیانو د یادونې او عدالت غوښتنې ترڅنګ، هڅه کوي څو د دېوالي ځانګړې نقاشۍ په استفادې سره د شخصیتونو له لاسته ‎راوړنو چې د بشري حقونو د دفاع او ټولنیز عدالت فعالیت کړی او قرباني شوي، د دغه هنر له لارې چې په افغانستان کې تر یوې اندازې نوی شی دی ستاینه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه