Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غور ځايي چارواکو ګواښ؛ شونې ده چې منار جام ونړېږي

په دوه وروستیو ورځو کې د غور منار جام تنګي کې د سېلابونو د راوتلو له امله، د دغه منار د ځينو برخو د نړېدو خطرونه یې زیات کړي دي.

د غور ولایت ځايي چارواکي وايي چې سېلابونو د منارجام محافظتي دېوالونه له منځه وړي او د اوبو کچه د دغه منار تر بدنې رسېدلي دي.

منار جام چې ۶۴ مټره لوړوالی لري، د غوریانو د دورې یو شهکار او د نړۍ تر ټولو زوړ څلی (منار) دی. دغه څلی د غیاث‎الدین د واکمنۍ پر مهال( ۵۵۸- ۵۹۹ هجري) کې جوړ شوی دی.

دغه منار، په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د نړیوالو میراثونو د ساتلو مرکز یونسکو لخوا د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت شو. دغه منار، د هندوستان له قطب منار څخه وروسته، د نړۍ خښتي تر ټولو لوړ څلی دی.

د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس فخر‎الدین اریاپور وايي چې د اوبو د مسیر بدلون او دغه منار ته د زیان رسېدو د مخنیوي لپاره سیمې ته کابو ۲۰۰ تنه کارګر استول شوي دي.

ښاغلي اریاپور له حکومته غواړي څو په دې اړه لاس په کار شي.

شریک یي کړئ