Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مولانا ټاټوبي کې، د سولې کور؛ هنري نندارتون

بلخ کې د حضرت مولانا رومي په کلتوري او ټولنیز مرکز کې د ځوانو هنرمندانو له لوري «د سولې کور» تر سرلیک لاندې هنري نندارتون وړاندې شو. 

په دې نندارتون کې چې د نقاشۍ او رسامۍ د هنر په ځواک بېلابېل اثار نندارې ته وړاندې شوي و، په برابرولو کې يې ۱۴ هنرمندو ځوانانو او پېغلو برخه اخیستې وه. 

دوی وايي چې د سولې په برخه کې د یو انستیتوت له لوري يې د هنري پنځونو په برخه کې شپږ میاشتې زده کړې کړې او اوس يې دا اثار نندارې ته وړاندې کړي دي. 

د مریم مرادي په نوم یوه نقاشه وايي: «زما ټول اثار د سولې په اړه دي، چې په ارامۍ کې ژوند وکړو.»

په دې نندارتون کې چې شاوخوا ۱۵۰ اثار نندارې ته وړاندې شوي، برابروونکی يې محمد صابر نقشبندي نومېږي، وايي، باید هنرمندان وهڅول شي. 

نقشبندي وویل: «که یو بنسټ وي، چې دې ځوانانو سره مرسته وکړي، چې یو ځای ته ورسېږي، کنه ډېره ورته سخته ده.»

د اجمل په نوم یو تن نندارچي وايي، له نندارتونه يې خوند اخیستی او په زړه پوري اثار يې لیدلي دي، هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «ډېر ښه نندارتون دی، ډېرې ښې سوژې دي، ماته يې خوند راکړ.»

شریک یي کړئ