Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میدان وردګو ښاروالې امریکا کې د زړه ورو ښځو جایزه خپله کړه

د میدان وردګو ښاروالې، ظریفه غفاري امریکا متحده ایالاتو کې د زړه ورو ښځو جایزه چې د نړۍ" خطرناکو سیمو کې د بشري حقونو مدافعانو ته ورکل کېږي "واخیسته.

آغلې غفاري ته د جایزې ورکړې مراسمو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو او د دغه هېواد لومړۍ مېرمنې، ملانیا ټرمپ هم ګډون کړی وو.

ظریفه غفاري د جایزې اخیستو په مراسمو کې وویل:«زما د نسل میرمنې د طالبانو د دورې خرابۍ نه هیروي، موږ تل د راتلونکې په اړه اندیښمن یو، نو له دې کبله اجازه راکړئ چې ستاسو د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړم، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان د سولې بهیر د طالبانو د تور رژیم وروسته، تر لاسه شوې لاسته راوړنې له منځه لاړې نشي.»

د امریکا د بهرنیو چاروزیر، مایک پومپئیو وویل چې نړۍ زړه ورو ښځو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه:«نړۍ داسې ښځوته اړتیا لري چې د خطرونو منلو سره خپله زړه ورتیا ښکاره کړي، او نن به دا جایزې پرته له تردیده داسې ښځو ته ورکول کېږي.

ملانیا ټرمپ همداراز د زړه ورو ښځو کیسې چې دغه جایزه یې ترلاسه کړې، ځانته الهام بخښونکې بولي.

هغه زیاتوي:« زه له هر هغه داستانه الهام اخلم چې له دې غوره ښځو سره تړلي دي. ځينې یې له رېښتینې وېرې زړه ورتیا ښیې، خو دوی هرځال د ښځو د هوډ او ځواکه خبرې کوي.»

امریکا کې د زړه ورو ښځو جایزه د ظریفه غفاري ترڅنګ د ارمنستان، آذربایجان، بولیویا، بورکینا فاسو، قزاقستان، مالیزیا، پاکستان، نیکاراګوا، سوریې، یمن او زیمبابوې لسو نورو ښځو هم ترلاسه کړه.

امریکا کې د زړه ورو ښځو جایزه د ظریفه غفاري ترڅنګ له لسو نورو هېوادونو لسو نورو ښځو هم ترلاسه کړه

شریک یي کړئ